سیدسلیمان اشنا
د افغانستان نوم تر کور دننه، بیرون نړۍ کې ډیر ثابت او منل شوی. بهرني دولتونه داسی انګیري چې افغانستان د نړۍ د لویو مدنیتونو او براعظمونو د وصل محراق دی. ډیرې طبعیي شتمنۍ لري، څلور فصله لري، د قوي اقتصادي مرکزي ظرفیت لري؛ خو ولسونه یي شاته پاتې دي او په یو مقتدر دولت جوړولو متفق نه دي.
بهرني دولتونه حتی همدا شیبه د داسی افغاني الاصله اتباعو په مشورو د افغانانو په سرنوشت ټاکونکې فیصلې کوي چې تر ډیره د افغانستان د مختلفو فرهنګونو، ارزښتونو، ټولنیز جوړښتونو او د ۱۹۷۰ کلونو وروسته مختل، پیچلي او د تازه رامنځ ته شویو ستونزو بڅرکی اګاهي نه لري.
دا فیصلې د بهرنیو دولتونو مشکل حلوي، شاید په موقت ډول د افغانستان لپاره هم ښه اغیز وکړي، خو د افغانانو لپاره د یو ثابت دولت او خپلواک افغانستان په ګټه ندي.
بیلګې یي تاسو د ۱۹۷۳ د شاهي سلطنت په جمهوریت بدلیدو کې او تر هغې وروسته حالاتو کې ولیدلې.
د شهید سردار محمد داودخان د جمهوریت جوړولو ښکاره اقدام د څو محدودو سیاسي فعالانو او پوځي جنرالو په مشوره وشو. نتیجه دا وه چې د بهرنیو هیوادونو مشکل پکې حل شو چې ریاستي دیموکراسي پکې تمثیل شي، او د یو باصلاحیته پاچا قدرت په سمبولیک ډول په پرګنو وویشل شي. خو د افغان ولس لپاره پنځه کاله وروسته د شهید داودخان په شمول د لسګونو بی ګناه ماشومانو او ښځو په وینو لړلی ارګ او د ویرې او ترهې یوه خطرناکه څپه پاتې شوه.
د “ثور انقلاب حقیقت” ولسواکي په زور پیل شوه.
ښایي د مارکس او انګلس د مساواتو کارګري پاڅون په افغانستان کې څو تنکیو ځلمیانو ته چې په ټانکونو سپاره په ارګ ورننوتل، تطبیق یي د کابل په څیر په ټول افغانستان آسانه ښکاره شوی و، خو ډیر ژر روښانه شوه چې دوئ (دیموکراتانو) حتی د داودخان له مترقي جمهوریت خواهۍ لس ګامه مترقي اقدام په افغان ولس تطبیقول غوښتل. داسی کدرونه پکې وو چې وطن یي مترقي او سیال غوښته خو دا ټول انقلابونه تر ډیره د بهرنیو پایتختونو په درواغجنو او فریبکاره وعدو کیدل او وطنپرستان یي لمړني قربانیان وو.
لویه بیلګه یي د هر مخالف او مشکوک شخص نیول، شکنجه او حتی د کلیو او بانډو بمبارد او وژنې وې.
د مجاهدینو د حد اقل دوه مشرانو استاد سیاف او استاد رباني په وینا، د جهاد په وختونو کې به بهرنیو دولتونو، نړۍوالو موسسو او خاصتاً پاکستاني او ایراني چارواکو ورته د “شنو او سرو” باغونو وعدې ورکولې. ویل به یي پولونه مو ونړوئ، سرکونه وران کړئ، ملي تاسیسات په بمونو والوزوئ، نقلیه وسایط، مخابراتي امکانات، صحي مراکز، دولتي دفترونه ویجاړول فرض عین او مامورین او حتی تقریباً اتلس میلیونه ولس چې هجرت نه کوي واجب القتل دي.
خو د جهاد پای ته رسیدلو سره شاته هیڅ دولت، موسسه او هغه چارواکي نه وو چې مونږ یي د کابل د جمهوریت سره جنګولو.
او د ګاوڼډیانو تر ټولو ناځوانه کړنه دا وه چې د افغانانو حتی دولس کلن هلک یی د جګړې جبهو لیږلو ته هڅول او تر هغې کوچني یی د قران او دین د زده کړې په بهانه په جنګ، ترور او نفرت کې قید او د کور، فامیل، کورنۍ، ولس او نړۍ پرضد تربیه کول.
بیا همدا اولادونه د خپلو جهادي مشرانو پرضد راووتل او د حقانیه او اکوړه خټک د منزوي چاپیرال روزل شویو په لاس یي د ټولو د قتل فتوا په لاس ورکړه. خو پنځه کاله تیر شوي نه وو چې د جهان تر ټولو زبرځواکه قدرتونه د خپل عصر تر ټولو لوی پوځي قدرت او امکاناتو سره د آمو له سینده نیولې تر میرانشاه تنګي او د قلات له دروازو نیولې تر بریکوټ پوله بمبارد، وران او هرڅه قتل کړل.
شل کاله بیا د نړۍ د همدې ستروقدرتونو په فرمایش پروژهء دولتداري پیل شوه او حتی د دفترونو میزونه، کاغذونه او کمپیوټرونه د خارجیانو په ذوق نصب شوو. انګریزي ژبې کسان د جګړې له لمړۍ کرښې نیولې د ارګ تر فرمان صادرونکي پورې دومره مهم نقش درلود چې خارجي جنرالان، د نړۍوالو موسسو رئیسان، کورني وزیران او والیان به ورته چپ ناست وو.
پدې جریان کې تر دیرش زرو زیات ترجمانان امریکا، اروپا، اسټرالیا، کاناډا او نورو هیوادونو کې دایمي استوګن شوو. په لکونو لاهم د استوګنې په حال کې دي او په لسګونو زره نورو یي کالي تړلي د وتلو په انتظار دي.
دا څو کرښې په نه ماتیدونکي افغانستان کې د متفرقه افغانانو د ۴۵ کلن بحران حالت دی چې د هیواد او دولت جوړونی اساسات پکې ذوب شوي او سبوتاژ شوي دي.
هغه مخلص او اګاه خلک چې د کلي او ښار چاپیریال کې لوی شوي، د شفتلو د ریبلو او غوا لویشلو نیولی تر خارجي پوهنتون صنفونو کې یي د جهان د عصر علوم او نظریات زده کړي، شاید د دولت د جوړولو تر ټولو غوره نظریه او طرحه جوړه کړي چې اول افغانستان متحد کړي بیا یي د سیمې له فریبکاره ګاوڼډیتوب وساتي.
هیڅ دولت بی تدبیره ندی جوړ شوی، او هیڅ ملت بی له متقابل درناوي او ارزښتونو ساتنې نه دی متحد شوی.
نو د قوم او مذهب پرځای د افغانستان د خپلواکۍ، ملت جوړونې او پرمختګ په ارزښتونو پیژندنې سره متحد شئ او ګډ کار کولو ته یي په یو میز د کار کولو نیت وکړئ.