پنجشنبه, سپتمبر 26, 2024
Home+د علامه عبدالشکور رشاد سلمې بختورې کلیزې ته 

د علامه عبدالشکور رشاد سلمې بختورې کلیزې ته 

پوهندوی آصف بهاند

د آصف بهاند پیام

د رشاد صاحب شخصیت، افکارو او اثارو دا ثابته کړې ده چې:

ــ رشاد یو پوهنتون دی،

ــ رشاد یوه علمي اکادیمي ده،

ــ رشاد مړ نه دی، دی د خپلو آثارو او افکارو له لارې په هر کور او هر زړه کې حضور لري.

(آصف بهاند)

د علامه عبدالشکور رشاد د سلمې کلیزې د پرتمینې غوندې درنو گډونوالو ته سلامونه او درناوی وړاندې کوم!

په داسې شرایطو کې چې زموږ وطن او خلک د خپل تاریخ په ډېرو حساسو شېـبو کې راگیـر او له بېلابېلو ستونزو سره لاس گرېوان دي، د وطن د یو حقداره عالم او نوموتي پوهاند یادونه او کلیزه لمانځل، په دې تیارو کې د یو مشعل بلول دي او د نوي نسل د روزلو له پاره یو نوی درس او د علمي لارو کوڅو روښانول یې گڼلی شو. 

د علمي ــ فرهنگي شخصیتونو یادونه او لمانځنه د ژوندیو ملتونو د فرهنگي علمي کار یوه برخه ده او دا دی نن په کندهار کې د علامه بابا لارویان او علمي کړۍ وتوانېدلې چې  د خپلو دایمي علمي فعالیتونو په لړ کې د وطن د داسې یو علمي شخصیت د سلمي کلیزه لمانځنه او یادونه وکړي چې په هېواد، سیمه او نړۍ کې به یې ساری لږ لیدل شوی وي. 

علامه رشاد د یو پوهاند ، تاريخپوه ، لیکوال، ژبپوه، سیاستپوه، ټولنپوه، څېړونکی، شاعر او ښونکي په توگه د افغانستان په فرهنگي کړیو کې ځانته داسې دریځ او ځای لري چې په یادو برخو کې یې د حساب وړ داسې کارنامې او اثار پرېـیښي دي چې د نویو نسلونو د د روزلو له پاره ډېر اړین او گټور گڼل کېـږي. 

علامه عبدالشکور رشاد د افغانستان، سیمې او نړۍ په ادبیاتو او فرهنگ کې د ځانگړی دریځ او سبک درلودونکی شخصیت دی. د ده په باب خبرې کول، د افغانستان د ادبیاتو، ژبو، سیاست، تاریخ، هنر او په ټول کې د فرهنگ په باب خبرې کول دي.

ما پخوا هم په خپله یوه مقاله کې لیکلي و چې د علامه رشاد له شخصیت، کارنامو او آثارو پرته، زموږ معاصر تاریخ، ادبیات، ژورنالیزم او فرهنگ نیمگړی برېښي. په عام ډول د افغانستان او په ځانگړي ډول د پښتو ژبې او ادبیاتو په اوسني تاریخ کې د ده تخلیقي، تاریخي او څېـړنیز آثار، د معاصر فرهنگي بهیر بشپـړونکي دي. علامه رشاد زموږ د ادبیاتو او فرهنگ نه تکرارېدونکې څېره ده.

د رشاد صاحب په دولسم تلین کې هم ما ته د گډون چانس برابر شو، هلته ما شفاهي خبرې وکړې او کله چې له افغانستان څخه  بېرته ډنمارک ته راستون شوم، بیا مې په یاده علمي غونډه کې خپلو شفاهي خبرو ته لیکلې بڼه ورکړه او سر لیک مې «له دیداره تر مزاره» ورته وټاکه. د هغې مقالې په یوه برخه 

کې ما داسې لیکلي دي:

«زه په مسؤلیت او ټینگار سره ویلای شم چې: 

ــ رشاد د علم او عمل سړی و،

ــ د کار سړی و، 

ــ د نوي نسل روزلو ته یو متعهد شخص و، 

ــ ما له ده سره د خپل شناخت په موده کې چې کومه نتیجه تر لاسه کړې ده، په لنډ ډول په یوه جمله کې یې ویلای شم چې: رشاد په خپله یو مآخذ و، 

ــ دی یو ریښتینی ښونکی او لارښود و.»

  د رشاد صاحب شخصیت، افکارو او اثارو دا ثابته کړې ده چې:

ــ رشاد یو پوهنتون دی،

ــ رشاد یوه علمي اکادیمي ده،

ــ رشاد مړ نه دی، دی د خپلو آثارو او افکارو له لارې په هر کور او هر زړه کې حضور لري.

د علامه بابا سلمه کلیزه دې بختوره وي!

 زه له ټولو هغو اغلو/ ښاغلو او بنسټونو څخه مننه کوم چې د دې کلیزې په لمانځلو کې یې زحمتونه ایستلي دي، پیامونه، مقالې او اثار یې لیکلي دي.

د علامه بابا د علم ډیوه دې بله وي!

پوهندوی آصف بهاند

د دوه زره یوویشتم کال د نوامبر څوارلسمه نېټه

هېدرسلیف 

ډنمارک

2 COMMENTS

  1. ما دا لیکنه ونه لوستله خو د علامه رشاد (رح) د نامه لپاره کافي ده چې یوازې علامه رشاد (رح) ولیکل شي/وویل شي، ځکه اوږد نوم او ورسره د پوهاند او دا او هغه ذکر کول ښه نه لګیږي. علامه رشاد بس خلاص.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب