Homeخبرونهکانګریس: د بهرنیو چارو وزارت ۳۴ چارواکي دې له افغانستان څخه د...

کانګریس: د بهرنیو چارو وزارت ۳۴ چارواکي دې له افغانستان څخه د وتو په اړه ځواب راکړي

تاند:( سې شنبه، د عقرب پینځه ویشتمه ) د امریکا متحده ایالاتو په پکانګریس کې د جمهوریپال ګوند غړو د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن په ګډون، د یاد شوي وزارت ۳۴ لوړپوړي چارواکي له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د نامسوولانه وتو په اړه ځواب ویلو ته ور غوښتي دي.

په دې اړه د ځواب ویلو لپاره د چارواکو د مجبورولو د هڅو مشري د کانګریس غړی مایکل مک کال کوي.

نوموړی، چې د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړی دی، امریکایي چارواکي تورنوي چې تراوسه یې پارلمان ته ورکړي معلومات ضد و نقیض او ناقانع کوونکي وو.

 یادو وکیلانو په دې اړه د امریکا متحده ایالاتو حکومت ته یو ډله ییز لیک استولی او ترې غوښتي، چې له افغانستان څخه د وتو په اړه پارلمان ته په مفصل ډول ځوابونه او قناعت باید ورکړي.

له طالبانو سره د دوحې د سولې تړون، له افغانستان څخه د امریکا پرضد د ترهګرۍ نوي رامنځته کیدونکي ګواښونه، له خطر سره مخامخو افغانانو ته د ځانګړو ویزو ورکړه، له افغانستان څخه د خطر سره د مخامخو کسانو د لېږد د بهیر په اړه د بهرنیو چارو وزارت اقدامات او په دې برخه کې درغلۍ د احضار شویو چارواکو څخه عمده پوښتنې دي، چې باید پارلمان ته توضیحات پکې ورکړي.

د کانګریس وکیلانو نه ده په ډاګه کړې، چې د بهرنیو چارو وزارت د کومې کچې چارواکي یې د کوم وخت لپاره ور غوښتي دي؟

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل او له دغه وتو څخه وروسته پېښ شوي ګواښونه او په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو د بایلل کیدو وېره هغه جدي موارد دي، چې تل یې په اړه امریکایي چارواکي د خپلو خلکو له توندو پوښتنو سره مخامخ کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...