سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهامرخېل: ط ته مو روغ نظام او سیستم وسپاره، خو دوی یې...

امرخېل: ط ته مو روغ نظام او سیستم وسپاره، خو دوی یې په چلولو نه پوهیږي

تاند:( سې شنبه، د عقرب پینځه ویشتمه ) د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت یو نیږدې سلاکار او د ننګرهار پخوانی والي ضیاالحق امرخېل وایي، چې تېر نظام طالبانو ته په افغانستان کې یو روغ نظام او سیستم سپارلی، خو دوی یې په مخته وړلو نه پوهیږي.

د هغه په وینا، د جمهوري نظام له ړنګیدو سره یوازې وزیران، د هغوی مرستیالان او یو شمېر نور چارواکي له هېواده وتي،یا دندو ته نه دي حاضر شوي، خو نور ټول سیستم او نظام له بشري ظرفیتونو سره د طالبانو په واک کې دي، چې دوی ترې د نظام چلولو لپاره سمه ګټه نه ده اخیستې.

امرخېل دا هم وایي، چې نړیوالو مرستندویانو د فقر او بشري ناورین د مهارولو لپاره له افغانستان سره تراوسه محسوسې مرستې نه دي کړي او دوی یې عملي اقدامات نه دي لیدلي.

د ده په وینا، که نړیوال مرستندویان او طالبان د تېرنظام د مرستو وېشلو او ولسي همغږۍ له جوړو شویو ساختارونو سمه ګټه واخلي، د فقر پر وړاندې مبارزه به بریالۍ او اسانه شي.

امرخېل د بېلګې په توګه د کلیو او پراختیا وزارت ولسي شوراګانې یادوي، چې په وینا یې د شفافو ټاکنو له لارې ورته خلک ټاکل شوي او دغو شوراګانو ټول هېواد تر خپل پوښښ لاندې راوستی.

دا مخکینی افغان چارواکی د داعش ډلې په اړه وایي، چې د بریدونو باوجود یې دا ډله د طالبانو پر وړاندې جدي ګواښ نه دی او طالبان پرې پیاوړي دي.

طالب چارواکي بیا د ډېرو ستونزو پړه پر مخکیني نظام اچوي او وایي، چې زیاتې ستونزې یې په میراث ورته پریښي او چارواکي له پیسو او امکاناتو سره تښتیدلي دي.

3 COMMENTS

  1. تالبان د هر ډول اوسنو ناخوالو پړه چی افغانان ورسره لاس او ګریوان دی په تیر نظام ورتپی او تر اوسه پوری يی د هیڅ ډول مسولیت چی د عام وکړی مشکات حل کړی په غاړه ندی اخسای.

    ددوۍ یوازینی مسولیت دادی چی
    څرنګه عام ولس په یوه او بله پلمه وازاروی او بنیادی انسانی حقونه يی په رڼا ورځ غصب او د خپو لاندی کړی.

    تالبان ددې لپاره وخت لری چی د عام ولس موبایلونه وګوری، د خلکو ودونه او خوشحالۍ په غم بدل کړی او ولس د علم د رڼا نه محروم کړی خو دوۍ هیڅکله ددې لپاره وخت نه لری چی بی وزله او نادارو افغانانو ته چی د لوږی له امله کوچنۍ لورګانی پلوری د ملګرو ملتونو افغانانو ته د بشری مرستو به رسولو کی خنډونه لری کړی.
    او د بشری مرستو په رسولو کی ملګرو ملتونو ته لار هواره کړی او خپل تور جهالت نه لاس واخلی چی پدی لوی ناورین کی هم غواړی د مرستو په سر خپلی ناروا غوښتنی په ملګرو ملتونو او نورو هیوادو نو تحمیل کړی. پداسی حال کی چی افغانان او په خاص ډول کوچنیان هره ورځ خپل ژوند د خوړو د نه موندلو له امله له لاسه ورکوی.
    د تالب بی تفاوتی هغه لوی او بوږنونکی جرم دی چی د افغانانو نسلونه به يی هیڅکله هیر نه کړی.

    د تازیخ په اوږدو کی داسی ډیر د ځمکی په سر خدایان راپیداشوی او بیرته نابود شوی دی. د تالب په نوم د ځمکی په سر ددې خدایانو انجام به هم انشاءالله ډیر زر په خپلو سترګو ووینو.

  2. طالبان په خالی ډاګ راغلی. درواغزن خو به نور هم دشلو کالو په شان ډیر سوړی وولی خو ملت باندی پوهیږی.
    طالبان یوازی ددروغزنو او خاینو دښمنان دی. نو هغه چه دظلم دعوی لری هغه باید اول ځان پاک او ملت ته متعهد ثابت کړی.

  3. د طالبانو هر کار او عمل او اقدام يي چې د پاکستان په ويلو ولاړ ده دا روښانه کوي چې دوی نه افغانستان پيژني نه افغانان او نه يي ګټې ورته مهمې دي نه د افغانستان د خلکو ژوند ته کوم پلان لري چې ژوند يي سم سي. د نن ورځې اعلاميه چې پکې له کرزي نيولې تر ډاکټر عبدالله او نورو افغانانو چې دوی ته يي د مجرمينو او په نورو نومونو تورن کړي او خپل ځان نه يي ملايکې جوړې کړې او د افغانستان هر تړون بايد چې له پاکستان سره وي او د پاکستان وي دا ددوی اصلي مخ او هدف ښيي چې دوی پاکستان ته کار کوي بل هیڅ هم نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب