سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهايران د جعل کارۍ په تور د نظام الدين قیصاري نيول کيدل...

ايران د جعل کارۍ په تور د نظام الدين قیصاري نيول کيدل تاييد کړل

تاند:( سې شنبه، د عقرب پینځه ویشتمه ) ایراني چارواکو تاييد کړه، چې د افغانستان يو ناندريز جنګي قومندان نظام الدين قیصاري يې په دغه هېواد کې د جعل کارۍ په تور نيولی دی.

د ايران د کورنيو چارو وزارت يوه مقام مهدي محمودي تسنیم خبري اژانس ته وويل، چې قیصاري افغان کډوالو ته د استوګنې جعلي اسناد جوړول‌.

د سرچينې په حواله، قیصاري خپله هم په ناقانونه توګه د ايران خاورې ته ورغلی دی.

 د محمودي د څرګندونو له مخې، قیصاري د ایران په درېيو مهمو سيمو کې د دفترونو له پرانيستلو سره له خلکو پيسې اخيستې او په ایران کې د اوسيدو جعلي اسناد يې ورته جوړول.

قیصاري او ورته نیږدې سرچينو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

نظام الدین قیصاري، د افغانستان د فارياب ولايت د قیصار ولسوالۍ امنيه قومندان او د طالبانو پر ضد د سيمه ييزو پاڅونوالو مشر و، چې څو ځله د جمهوري نظام په وروستيو کلونو کې د زورواکۍ، باج اخيستو، وژنو او نورو جرمونو په تور بندي او بیرته خوشې شو.

هغه د عبدالرشيد دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند له مشهورو قوماندانانو څخه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب