سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د امریکايي پوهنتون یو شمېر محصلان د عراق په امریکايي...

د افغانستان د امریکايي پوهنتون یو شمېر محصلان د عراق په امریکايي پوهنتون کې ومنل شول

تاند(سې شنبې، د عقرب ۲۵مه) د افغانستان د امریکايي پوهنتون ۳۰۰ افغان محصلان د عراق په امریکايي پوهنتون کې ومنل شول.

دا محصلان د قطر له امریکايي پوهنتون څخه د عراق امریکايی پوهنتون ته لېږدول شوي دي.

وروسته له دې چې د اګست په ۱۵ طالبانو کابل ونیوه، د افغانستان امریکايي پوهنتون وتړل شو او تر یوې مودې پورې یې محصلان بې برخلیکه ول، تر دې چې د قطر په موافقې د دغه هیواد امریکايي پوهنتون یې منلو ته تیاري وښوده.

د میزان په ۱۷ مه په واشنګټن کې د قطر سفیر مشعل بن حمد الثاني وویل، د قطر په نظر د امریکايي پوهنتون ماموریت د افغانستان او نړۍ د راتلونکې لپاره زده کړه او تحصیل دی او له همدې کبله دا پوهنتون دوحې ته انتقالېږي.

الثاني همداراز ویلي، د افغانستان د امریکايي پوهنتون، د قطر فونډېشن او د پراختیا لپاره د قطر د بسپنې (صندوق) ترمنځ د موافقې له مخې یو شمېر افغان محصلان به په قطر کې زده کړې وکړي او په دې توګه به هغوی بې ډاره او خنډه زده کړو ته دوام ورکړای شي.

د افغانستان امریکايي پوهنتون په ۲۰۱۶ م کال جوړ شو. دا په افغانستان کې لومړنی او یوازینی لوېدیځ وزمه نړیوال پوهنتون و.

وروسته له دې چې طالبان له وسلو سره امریکايي پوهنتون ته ننوتل، د دغه پوهنتون د بورډ غړي لیزلي شوارتز د اګست په شلمه سي این این ته وویل چې په دوحه کې د پوهنتون له رييس او نورو چارواکو سره هڅه کوي چې د دغه پوهنتون ۴ زره محصلان، کارکوونکي او د هغو د کورنیو غړي له افغانستانه وباسي.

ده سي این این ته وویل، وېره لري چې طالبان به محصلانو او استادانو ته زیان واړوي.

طالبانو په تېرو کلونو کې څو ځلې د افغانستان پر امریکايي پوهنتون بریدونه کړي او استادان یې یرغمل کړي وو.

د ا کتوبر په ۱۷ مه د افغانستان د امریکايي پوهنتون سلګونه کارکوونکي، استادان او محصلان د قطر د هوايي شرکت په الوتکه کې له کابل څخه دوحې ته یووړل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب