سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهم.م: له هرو ۴ حامله افغان ښځو او ۲ ماشومانو څخه یو...

م.م: له هرو ۴ حامله افغان ښځو او ۲ ماشومانو څخه یو یې خوارځواکۍ ځپلی

تاند:( سې شنبه، د عقرب پینځه ویشتمه )ملګرو ملتونو په یوه تازه اعلان کې ویلي، چې له هرو څلورو افغان ښځو او دوو ماشومانو څخه یو تن یې خوارځواکۍ ځپلی دی.

د دغه نړیوال سازمان د ارقامو په اساس، د افغانستان نېمایي خلک لا هم دې ته حیران دي، چې بل وخت ډوډۍ به له کومه کوي؟

 د ملګرو ملتونو یوه ویاند فرهان حق ویلي، چې د دې ترڅنګ د کرونا ویروس ناروغانو ته د خدمتونو ودریدل یوه بله لویه ننګونه ده.

د ده په وینا، تازه په ارزګان ولایت کې د دغه ویروس د ناروغانو د درملنې روغتون خپل خدمات ودرولي دي.

سرچینه زیاتوي: په غور، بادغیس او هرات ولایتونو کې د ملګرو ملتونو موندنې ښيي، چې شاوخوا زر کورنۍ له سرپناه لرلو پرته د ژمي په دې ساړه موسم کې هم په پرانیستې فضا کې ژوند تېروي.

د ملګرو ملتونو دغه ویاند زیاته کړې، چې د دوی د کډوالو ادارې په بدخشان کې زرو کډوالو کورنیو ته د مرستو د بندوبست لپاره هڅې پيل کړي.

 ملګري ملتونه د افغان کډوالو لپاره خپل امکانات او مرستې کافي نه ګڼي او د ټولو نړیوالو ګډه مبارزه غواړي، څو افغانان له بېساري ور په برخه شوي بشري او اقتصادي ناورین څخه وژغورل شي.

یاد شوي سازمان مخکې ویلي و، چې په افغانستان کې د ټولو فقر ځپلو کچه ۲۴ میلیونه تنه ده او ۳ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ او شدید فقر له کبله د مرګ ګواښ سره مخ دي.

له تازه ارقامو سره ګومان کیږي، چې د خوارځواکۍ له کبله د مرګ ګواښ سره د مخامخو کسانو کچه نوره هم لوړه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب