دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهروسیه او امریکا د افغانستان په اړه غږیدلي

روسیه او امریکا د افغانستان په اړه غږیدلي

تاند:( سې شنبه، د عقرب پینځه ویشتمه )د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی توماس وسټ وایي، چې له خپل روسي سیال ضمیر کابلوف او د روسیې د ملي امنیت شورا له مرستیال الکساندر ونیدکتوف سره یې لیدلي.

د ده په وینا، د لیدنې عمده هدف یې د افغانستان په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې او د نظریاتو شریکول وو.

سرچینې په دې لیدنه کې د مطرح شویو موضوعاتو او بحثونو جزییات نه دي روښانه کړي.

امریکایي استازي په لنډ ډول لیکلي: په افغانستان کې د دواړو هېوادونو د ګټو په اړه سره وغږیدو.

د افغانستان لپاره د امریکا دغه نوی استازی، چې مخکې د زلمي خلیلزاد مرستیال و، د خلیلزاد له استعفا څخه وروسته د هغه ځای ناستی ټاکل شوی.

نوموړي د دندې له پيل سره سم، د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته د سفر پر مهال د امریکا له اروپایي متحدینو سره د افغانستان د وضعیت په اړه مشورتي ناسته وکړه.

هغه له دې وروسته پاکستان ته لاړ او هلته یې د ترویکا پلس په غونډه کې برخه واخیسته.

معلومه نه ده، چې د هغه لیدنه له روسي لوري سره په پاکستان او که بل چېرته شوې ده؟

ټاکل شوې، چې توماس وسټ، د پاکستان د سفر له پای ته رسولو وروسته د دغه هېواد ګاونډي دښمن( هندوستان) ته سفر او د افغانستان په اړه یې له چارواکو سره وغږیږي.

روسیه د افغانستان په برخه کې له امریکا سره ژور اختلافات او رقابتونه لري، خو هندوستان بیا د امریکا له نیږدې متحدینو څخه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب