دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+په کور دننه او بهر د مشترکاتو لټون او سمون ته اړتیا...

په کور دننه او بهر د مشترکاتو لټون او سمون ته اړتیا ده

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

د سياسي تړاوونو، شخصي ملحوظاتو او د سليقوي اړخ په نظر کې نیولو پرته د يوه افغان په توګه چارواکو ته لمن غوړوم چې په اوسني حالت کې په پراخه کچه ملي او بين المللى کړنلارو او تګلارو کې د مشترکاتو پر بنسټ د سمون او بدلون هڅو ته جدي اړتیا شتون لري. ننګونې او فرصتونه شتون لري. که مو فرصتونه ونشو کارولای، نو د ستر بشري ناورین او بوږنونکې اقتصادي فاجعې د رامنځته کيدو څرک ليدل کېږي. دا به داسې وحشتناکه سناريو وي چې تاسو به يې بيا د مديريت کولو توان ونلرئ.

زموږ د ټولو افغانانو  ترمنځ دود ګرزيدلى دى چې د خپلو ګناهونو او نيمګړتياو په تړاو  د غور کولو او سمون له خپل ځان څخه د پيلولو پرځاى پړه په بهرنيو لاسوهنو او مخالف لوري اچوو او د نورو خلکو پړه ګڼل موږ ته يو ډول د برائت احساس راکوي، خو واقعيت دادى چې که بهرنى لاسوهنه ومنو، نو بيا هم د هغوى په غوښتنه بد اعمال موږ ترسره کوو. موږ  خپل وروڼه وژنو، هېواد ورانوو او د پرديو لاسوهنو پروژې عملي کوو.

متاسفانه د طالبانو لخوا د ټول هېواد له نيولو وروسته درې میاشتې تيرې شوې چې نه حکومت جوړ شو، نه د ملت غوښتنو ته حل لاره وموندلاى شوه او نه هم له نړيوالو سره د تفاهم لپاره کومه  تګلاره چې د مشترکاتو پر بنسټ ولاړه وي رامنځته شوه. په عمومي ډول طالبان هم د خپلو کړنو د توجیه لپاره موانع وړاندي کوي او پړه د نړيوالو په غاړه اچوي. فکر کوي چې نړيواله ټولنه نه غواړي اسلامي امارت په خپلو پښو ودريږي. کفار له اسلامي نظام سره ازلي او ابدي دښمني لري وغيره وغيره.

شک نشته چې په نورو باندې د ملامتيا اچولو پرځاى له هغوى سره د خبرو لپاره د مشترکاتو لټون مهم دى. د سمون او بدلون پيل هم په کور د ننه له ولسونه سره د سمون او بدلون لپاره تعمیري هڅو او نوښتونو ته اړتیا ليدل کېږي. زما په اند نړيوال  د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره ځانونه مجبور ګڼي چې د مشترکاتو پربنسټ له طالبانو سره اړيکې نورمال وساتي. اسلامي امارت  پرته له دې چې په اسلامي اصولو باندي معامله وکړي باید له نړئ سره مشترکات لټولي واى او بيا يې د همدغو مشترکاتو په چوکاټ ورسره تعامل کړى واى.

که ژمنې له هر چا سره وي، خو ورباندې عمل کول په ټولو اديانو او مروجه قوانینو کې الزامي اړخ لري. که په لوړ پوړو پوستونو باندې د ګمارنو،  د نجونو د زده کړو نامعلوم صورت حال، په ډيرو ادارو کې په ښځينه کارکونکو باندي د کار بنديزونو ته ځير شو نو يقيناً پوهيږو چې ستونځه شتون لري.

افغانستان اوس هم د نړيوالو د توجه محور جوړوي او د خپلو ګټو د خوندیتوب په موخه له اسلامي امارت سره تعامل ته لېوالتیا لري. د افغانستان د هيرولو  له امله غرب ستر ځاني او مالي زيانونه وګالل، خو د موجوده حکومت لخوا په تګلارو کې  بدلونونو  ته سخته اړتیا ليدل کېږي او اوسنى ستونځه له نړيوالو سره د مشترکاتو په لټون کې د چارواکو پاتي راتلو نتیجه ده.

زما په اند د ځينې افغان مشرانو په دغه استدلال کې په عمومي توګه وزن نشته چې کفار داسې شرطونه او غوښتنې لري چې اسلامي امارت ته يې منل له سرو کرښو څخه د اوښتلو مترادف ګڼي.  دا کلک ايماني فراست پياورى استدلال او فعاله ديپلوماتيکه لابي غواړي چې د خبرو اترو په ميز باندې د ډير لږ  انعطاف ښودلو له لارې څومره امتیاز ترلاسه کيداى شي.

د نړيوالو لخوا  افغانستان ته د اړتیا لوړ ګراف، امنیتي او اقتصادي رقابتونه او د افغانستان جيو-ايکانوميک او جيو-پوليټيک  موقعیت د افغانستان د چارواکو په لاسونو کې خورا ارزښتناک پواينټونه دي چې د خبرو په ميز باندي يې په خپله ګټه وکاروي. دغه موخې هغه مهال ترلاسه کيداى شي چې اوسنى حکومت په ملي او نړيواله کچه متوازنه معتدله او د اسلامي شريعت په رڼا کې يوه منل شوې انډوليزه تګلاره ولري.

که ژور فکر وکړو نو دقيقاً پوهيږو چې هيواد به مو د اوسني حکومت د ځينو سهوو له امله په راتلونکي کې له سختو اقتصادي او سیاسي ستونځو سره مخ شي.  که د نړيوالو بنديزونو له امله ولس له ستونځو سره مخ کيږي، نو په زغرده وايم چې امارت به د ولسي غبرګون  د مديريت کولو وړتیا ونلري او په افغانستان کې به ديني حلقات د اوږدې مودې لپاره د خلکو ترمنځ د يوه مطلقا ناکام قشر په توګه وپيژندل شي.

د توپک په شپيلۍ د کابل له نيولو وروسته يقيناً ويلاى شم چې طالبانو د نفسياتي برتري له امله د پراخ بنسټه حکومت جوړولو کې ستونځه نه درلوده. د بيان د ازادي د عقایدو په چوکاټ کې اسلامي اصل دى.  په حکومت کې د ولسي ګډون اصل باید په نظر کې ونيول شي. د مټو په زور د واک ترلاسه کولو مطلب قطعاً دا نه دى چې دولتي بنسټونه وسائط او شتمني شخصي ملکيت وګڼل شي. کار د کار اهل ته سپارل قراني حکم دى او موږ يې وينو چې په دغه مورد کې د امارت د چارواکو لخوا تخطي کيږي.

دا دريز موجه نه دى چې څوک ووايي چې طالبانو ولايتونو او کابل په ناببره توګه په دومره تيزي ونيول چې د نظام جوړولو ته يې وخت نه ومونده. ايا تير شل کاله مبارزه د دې لپاره نه وه چې يوه ورځ به راځي چې هغوى به ارګ ته د بيا حکومت کولو له هوډ سره ننوزي؟

اوس هم لا وخت شته چې اسلامي امارت خپل لومړيتوبونه درک کړي، په عاجلو حالاتو د عاجلو پريکړو نوښت وشي.  کورنى او بهرنى تګلاره ترتیب او ولس يې په هکله په اعتماد کې واخیستل شي.  نړيواله سوداګري ژر تر ژره پيل شي. د خوراکي او سون د توکو قحط مخه ونيول شي. اقتصادي راکد حالت ته د پاى ټکى کيښودل شي. د نجونو او هلکانو ښونځي او دولتي پوهنتونونه پرانستل شي. اصلاحات په تدريجي ډول، د شرائطو په پام کې نيولو او د امکاناتو له ترلاسه کولو وروسته پيل شي. د ملي پراختیا پروژې پيل شي. له پاروونکو څرګندونو او اختلافي مسائلو راسپړلو څخه ډډه وشي.  د بنسټونو د فعالولو لپاره ځينې عاجل ګامونه واخیستل شي.

اوس داسې ښکاري چې طالبان په فرعي او جزوي مسایلو کې نښتي دي، غير ضروري مسائل راسپړي او د خپلمنځي نظري اختلافاتو په پټولو باندې تمرکز کوي. هغوى فکر کوي چې نړئ د هغوى د اختلافاتو را پارولو باندې پانګونه کوي.

د نجونو د زده کړو او د ښځو کار ستونځه دومره ستر ستونځه نه ده چې د اسلامي امارت او  نړيوالو ترمنځ تقابل ته خبره لاړه شي. زه منم چې د نجونو د زده کړو او د ښځو کارى چاپيريال باید له هر ډول ګواښ څخه خوندي وي. دغه ډول خوندیتوب له نړيوالو سره د خبرو په ترڅ کې د حل وړ دى.

شته ستونځو ته سمه حل لاره پيدا کول د حکومت د بريا ضمانت دى. که داسې ونشي، نو ستونځې د ونو په شان نه وي چې له بيخه په ايستلو يې چاره وشي بلکې غر ورڅخه جوړيږي چې ختمول به يې پيړئ وخت اخلي او يا به هم ناشونې وي.

په درنښت؛

6 COMMENTS

  1. دروند عبدالوحيد وحيد سلامونه او چاري مو ښي.
    ستاسو ليکني او تحليلونه ستاسو درد مينه له د وتن سره په ډاګه کوي، په ليکنو کي مو اخلاس او پاکي نغښي ده، برسيره پر دي چي لينکي مو ساده رواني او يو عادي لوستو لکه زما شانته پوهوي. رحمت ستاسو په د هنر. ستاسو په ليکنه کي داسي شي نه ليدل کيږي چي د چا لمسول او يا ځورل يي نيت وي بلکه ستاسو د د يادونو او وړانديزونو دد وتن او اولس بسيا او پر مخ تګ هدف ده.
    په ګوټو مو برکت اللهﷻ افغان اولس له اوسني هالته را وباسي.

  2. مننه لوګى وروره.
    باور وکړئ چې نور د امتیاز تمه نلرم. يوازي دغه خاوره خپله ګڼم او د پريښودلو تاب او توان يې نلرم. نه غواړم اوسنى چارواکي هم د پخوانیو په شان غلطي وکړي او دوى هم په توپان کې د عدم کندې ته ولويږي.
    ستاسو نيک او ما ته ر روحيې را بښونکو پيرزوونو څخه نړۍ مننه.
    ورور مو وحيد

  3. سلام،
    دا ځل ستا له اخلاصمنې لیکنې څخه زه د ملامتی ټکی را اخلم.په نړۍ کې داسې څوک نشته چې هغه سهو او خطا ونه لری. انسان هغه څه چې له سهوې او غلطی زده کولی شی له استاد څخه يې زده کولی نشی.همدارنګه باور ایجادول اوښه مدیریت کول هم له همدې ځا یه راپیل کیږی،احسا سات نه بلکې واقعیت اورښتینولی.واسطه نه اهلیت، پلمه نه اراده او تدبیر
    په لومړی سر کې ولس لوبغاړیتوب ته ضرورت لری :
    کورنی لوبغاړیتوب،سیمه ایزه لوبغاړیتوب او نړیوال لو بغاړیتوب ددې برخود اړیکی یو دبل سره تړاو لری څومره چې دلومړی برخې کاری دسپلین منظم وی نورې دواړه پخپله سمیږی .
    کورنی او بهرنی سیاست اووخت :
    دلجاجت او مقاومت په توګه نه بلکې دیوه بشپړ اقتصادی ، متوازنې راکړې ورکړې، ترانزیشن ، تعاون او ملی انعطاف په توګه.بیا هم انحصار نه بلکې باور او داجماع جوړولو په کاری برخې باندې د ټولنې اوټولنیزه ابتکار ته لار ې پرانیتل.
    سیمه ایزه ثبات ،ضوابط،اړیکی او اهمیت:
    دسیمې له هېوادونو سره خپل موقعیت پېژندل،اړیکی سمول، دملی منافعو پرمختګ او پیاوړتیا ارزول.لوړو اوژورو کې دوه اړخیزه متقابل تګلاری. سره ددې چې چین ،هند،پاکستان، ایران او دمنځنۍ اسیاد کمونیزم څپېړه وهلی هېوادونه دخپلو ملی ګټو له کړکی افغانستان څېړی نه نړیوال اهمیت !هغوی دسیمې ګډ کړکیچ بیاپرافغانستان ور اچوی نوځکه یی کنفرانسونه جوړ کړل او افغانستان ته یې برخه ور نکړه.
    داسلامی امارت درې مهم محصولات لری:
    جلغوزه،زیتون او خرما:
    که ددولت لخوا په اساسی توګه تمویل او مدیریت شی دادسیمې هېوادونو اوکورنی صادرکونکو ته مهمه زمینه برابرولی شی چې افغانستا ن به د سیمې په یوه صادراتی اوترانزیتی څلورلاری باندې بدل کړی اوله بلې خوا به هېواد به دبهرنیو دمالونولپاره توریدی اهمیت پیداکړی.
    دبهرنیو چارو وزارت ته د ربانی له وخته یو مقتدرسیاستوال وزیر نه دی ننوتلی چې افغانستان په نړی کې راژوندی کری په وچ سیاست څه نه کیږی څلور لسیزې مو ازمایه! نو داهم یو کمبود دی که څوک نه خفه کیږی.
    که موږپه تېرو کې ډېره کمه فیصدی خپله ملامتی منلی وای او دعدالت لوری ته موتکیه کړې وای له دې کړکیچونو سره نه مخامخ کېدو اوس هم سروخت دی.

  4. زه نه پوهیږم طالبان ترڅومره دغیر طالب خبرو ته غوږ نیسی. زما په اند دا دهغوی غټ مشکل دی. نفسیان خلک به پکی ډیر وی.
    خدای دی وکړی هغوی ته الهی هدایت وسی او په دی قانع سی چه ددولت چاری نه په اخلاص او نه په تعلیم باندی په یوازنی ډول پرمخ بیولل کیږی. جامع الکمالات نسته. نو خکه دملت هر کس ددولت په جوړولو کی باید ونډه واخلی.
    طالبان اوس هم دټولو مفتیانو او شیوخو یا مولویانو سره سره ښیی چه هغوی داسلام روحیه لا نده پیدا کړی. که نه دوی به دکفر په جالو کی نوو ډوب سوی.
    هغوی ندی توانیدلی په شل کاله کی په علمی پالیسی باندی ځانونه او خپل چړیان پوه کړی. که نه اوس به یی افراطی خبری دهغوی دخواهشاتو په بنا نه توجیه کولی.
    هغوی خبری داولیاتو کولی او کوی خو داسی مالومیږی چه دهغو لپاره دمعقولی پالیسی په جوړولو بریالی سوی ندی.
    بیا هم وخت ندی تیر سوی. له هغوی نه باید خوارق العاده کارونه ونه غواړو. ایران څلویښت کاله وروسته هم ندی توانیدلی.
    داسلام او کفر په مینځ کی جنګ دوام لری. مسلمان نما دښمنان په افغانی پوستونو ننوتی دی. افغانان له نوری هرڅه جوړ غواړی او خپله هیڅ اقدام نکوی. صرف خیرات او شکایت ته ښه جوړ دی.
    طالبان، افغانان باید ټول سره متحد سی او په ګډه هم ددولت په نظام کی او دنظام نه بهر فغالیتونه وکړی چه هغه دمسلمان افغانستان دترقی او توانمندی سبب سی.
    وایی روم په یوه ورځ ندی جوړ سوی. افغانستان خو بیخی ضعیف دی. طالبانو ډیری لوږی خولی خلاصی دی او کور کی اوړه نلری.

  5. سلامونه نيکې هيلې او احترامات جناب ع شريف زاد صاحب
    زه ستاسو له ارزونو او ژور تحلیل سره له سره تر پایه موافق يم

  6. ثابت صاحب محترمه سلامونه
    موږ ټول يقيناً ستونځه لرو او ستا خبره منم چې په يوازې سر دلته هيڅوک حکومت نشي کولاى. کاش چې د تيرو شلو کلونو په اوږدو کې طالبانو د جګړې وړتیا له لوړولو سره سم خپله مديريتي او سياسي نبوغ ته هم پام کړى واى خو څه ووايو په هره خوا چې ځو په جنجالونو اوړو. رب العزت ته به لاسونه لپه کوو چې نور د ازمويښتونو لړئ ته د پاى ټکى کيږدي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب