Homeخبرونهپه دایکندي کې ۱۱ داعشیان نیول شوي

په دایکندي کې ۱۱ داعشیان نیول شوي

تاند:( سې شنبه، د عقرب پینځه ویشتمه )د طالبانو چارواکو ویلي، چې په دایکندي ولایت کې یې ۱۱ تنه داعشیان نیولي دي.

ویل شوي، چې نیول شوي کسان د هلمند، غزني او ارزګان ولایتونو اوسیدونکي دي.

له دوی څخه د څېړنو لړۍ پيل شوې او نور جزییات یې په اړه نه دي ورکړل شوي.

دا راپور په داسې مهال ځینو نړیوالو رسنیو د طالب سرچینو په حواله خپور کړی، چې پرون د کندهار په څلورو ولسوالیو کې د داعش ډلې پرضد د طالبانو د عملیاتو د پيل خبر ورکړل شو.

طالبانو ویلي، چې په دې عملیاتو کې یې ۳ داعشیان وژلي او ۱۰ نور یې ژوندي نیولي دي.

د طالبانو په حواله، په پرونیو پيل شویو عملیاتو کې یې د داعش ډلې څلور پټنځایونه له منځه وړي دي.

 داعش ډلې د دغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.

یادې ډلې په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو له واکمنیدو څخه وروسته، تراوسه په افغانستان کې د پينځو لویو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...