دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهازبکستان: اروپايي ټولنه ترمز کې له افغانستان سره د مرستو مرکز پرانیزي

ازبکستان: اروپايي ټولنه ترمز کې له افغانستان سره د مرستو مرکز پرانیزي

تاند:( سې شنبه، د عقرب پینځه ویشتمه )د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې اروپایي ټولنه د دغه هېواد په ترمز ښار کې له افغانستان سره د بشرپاله مرستو لپاره مرکز پرانیزي.

 د سرچینې په حواله، په دې اړه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون، د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشف سره په بروکسل کې لیدلي او د افغانستان پر وروستي وضعیت غږیدلي.

ویل شوي، چې اروپایي استازي په دې لیدنه کې له ازبکستان څخه د هغې همکارۍ له کبله مننه کړې، چې له افغانستان څخه یې د اروپایي اتباعو د تخیلې په برخه کې کړي.

نوموړي ویلي، چې دوی له ازبکستان سره د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې همکارۍ ته لېواله دي.

دواړو لوریو ټینګار کړی، چې د افغانستان لپاره به ګډې هڅې کوي.

ویل شوي، چې د ازبکستان په ترمز ښار کې له افغانستان سره د بشرپاله مرستو په اړه د مرکز پرانیستو موضوع هم په دې لیدنه کې بحث شوې او اروپایي ټولنې ترې ملاتړ ښودلی دی.

د یاد شوي مرکز د پرانیستل کیدو په اړه ازبکستاني چارواکو نور جزییات نه دي ورکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، تر ۲۴ میلیونو پورې خلک فقر سخت ځپلي او عاچلو مرستو ته اړتیا لري.

د دوی له ډلې د ۳ میلیونه خوار ځواکۍ ځپلو ماشومانو ژوند له سخت خطر سره مخ دی او د مړینې خبرداری یې ورکړل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب