Homeخبرونهد خبریالانو نړیوال فدراسیون : ټول افغان خبریالان او رسنیز کارکوونکي تر...

د خبریالانو نړیوال فدراسیون : ټول افغان خبریالان او رسنیز کارکوونکي تر سخت ګواښ لاندې دي

تاند:( سې شنبه، د عقرب پینځه ویشتمه ویشتمه) د خبریالانو نړیوال فدراسیون په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان ټول خبریالان او رسنیز کارکوونکي د طالبانو د واکمنۍ له کبله تر سختو ګواښونو لاندې دي.

د دغه فدراسیون مشر انتوني بلنجر په دې اعلامیه کې زیاته کړې، چې د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه زیات شوي او دوی د طالب وسله والو او نورو ترهګرو ډلو له ځورونو او تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

یاده اعلامیه د کابل د څو ورځې مخکې په یوه چاودنه کې د افغان خبریال حمید سیغاني د وژل کیدو په مناسبت خپره شوې ده.

په اعلامیه کې د نوموړي کورنۍ ته تسلیت ویل شوی او د بیان ازادۍ وضعیت د اندیښنې وړ یاد شوی.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب لپاره لا ډېر ګامونه واخلي.

حمید سیغاني څو ورځې وړاندې د کابل په لویدیځ کې پر یوه ټونس موټر د چاودنې پر مهال ووژل شو.

هغه په دې لایني موټر کې کور ته روان و، چې چاودنه ورباندې وشوه.

د یادې پېښې مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی.

په وروستیو کې د افغان خبریالانو پر وړاندې هره اونۍ د مختلفو بېلا بېلو پېښو خبرونه ورکول کیږي.

د افغانستان د ژورنالیستانو شورا طالب چارواکي د رسنیو په سانسور هم تورن کړي.

ویل شوي، چې د اقتصادي ستونزو او د طالبانو د قیوداتو له کبله تر ۸۵ سلنه پورې افغاني رسنۍ تړل شوي او دا لړۍ په چټکۍ سره نوره هم دوام لري.

طالبان ظاهراً د بیان ازادۍ د ملاتړ ادعا لري، خو د خبریالانو پر وړاندې د شویو پېښو له څېړنو او اقداماتو یې د خبریالانو د دفاع بنسټونه ناراضه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...