دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد ډالرو بېساري قیمتي، د افغانۍ ارزښت ولې کم شوی؟

د ډالرو بېساري قیمتي، د افغانۍ ارزښت ولې کم شوی؟

تاند:( سې شنبه، د عقرب پینځه ویشتمه ویشتمه) په داسې حال کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان بانک نن د افغانيو د ثبات ساتلو لپاره د ۱۰ ميليونه ډالرو د ليلام خبر ورکړی، د ډالرو پر وړاندې د افغاني بانک نوټونو د ارزښت کمیدو په اړه بحثونه زيات شوي.

څو ورځې مخکې په افغانستان کې د يوه امريکايي ډالر بيه تر څه باندې پينځه نوي امريکايي ډالرو ورسیده، چې د خلکو توند غبرګونونه يې وپارول.

عام افغانان وايي، چې د ډالرو له بیې لوړېدو سره سمدستي په بازار کې د توکیو بیې لوړیږي او دا له روان اقتصادي او بشري ناورين سره ملا ماتونکې ده.

د کابل ښار يوه اوسېدونکي محمدا جان تاند وېبپاڼې ته وويل، چې د ډالرو د بيې لوړیدو په ورځ د غوړيو د يوه ټیم بیه له ۲۵۰۰ افغانيو څخه ۲۵۵۰ ته لوړه شوه او پلورونکي د ډالرو د ګرانیدو په پلمه ترې ۵۰ افغانۍ ډېرې واخيستې.

اقتصادي کارپوه نبي اقبال په دې باور دی، چې د امريکا متحده ايالاتو لخوا د افغانستان د بانکي زېرمو کنګلول، د افغانستان په اقتصادي سيستم کې ساختاري ستونزې، د وارداتو او صادراتو د توازن نه موجوديت او دغه راز په هېواد کې د نقدو پيسو کمښت د ډالرو د بيې لوړیدو عمده لاملونه دي.

د‌ هغه په وينا، د جمهوري نظام تر سقوط کیدو پورې افغانستان هر کال د شپږو او اوو میلیاردو ډالرو تر منځ صادرات لرل، خو اوس په دې برخه کې زښت ډېر کمښت راغلی دی.

نوموړی دغه راز، پر بانکونو د خلکو بې باوري او ورته نه مراجعه هم د روان اقتصادي بحران په لاملونو کې يادوي.

د اقبال په خبره، طالبان د مرکزي بانک او اقتصادي سيستم د مدیریت وړتيا نه لري، چې دا د اقتصادي وضعيت د مهارولو لپاره يوه بله ننګونه ده.

د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح پرون وویل، چې د معلوماتو په اساس يې طالبانو ته پاکستاني استخباراتو تازه پریمانه افغانۍ چاپ کړي او دا د افغانيو د ارزښت کمیدو یو اصلي دلیل دی.

د هغه دغې ادعا ته طالبانو او پاکستان دواړو غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې يوې پاکستانۍ رسنۍ د‌ خپل هېواد له لوري طالبانو ته د افغاني بانک نوټونو د احتمالي چاپ خبر ورکړی و.

1 COMMENT

  1. امرالله صالح د استاد ربانی د بی بندوبارویو له تجربو او معلوماتو تحلیل کوی ، ایا امرالله صالح د نړی له لویو لویو استخباراتی شبکو هم دقیق او با خبره دی ، د خندا وړ خبره ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب