Home+که هره ورځ میمز وخورئ څه به پېښ شي؟

که هره ورځ میمز وخورئ څه به پېښ شي؟

تاند – یوه روسۍ متخصصه وايي چې د میمزو خوړل نه یوازې د وینې کلسترول کموي بلکې د انسان د وینې جریان ښه کوي.

د ریانوویستي خبري اژانس د راپور له مخې، د تغذیې د چارو متخصصه انا ملیخانیا خلکو ته سپارښتنه کوي چې که کولی شي هره ورځ دې لږ څه میمز خوري ځکه چې د ورځې د ۲۵ ګرامه میمزو خوړل د انسان په روغتیا حیرانوونکې اغېزې لرلی شي.

د اغلې ملیخانیا په وینا، میمز داسې فلونوییدونه لري چې انټي اکسیډنټ خاصیت لري او دا د وینې کلسترول کموي او د وینو د رګونو ارتجاعي خاصیت ښه کوي چې په نتیجه کې یې د زړه د رګونو د بندېدو مخه نیول کېږي.

دا روسۍ متخصصه باور لري چې د سرو انګورو میمز یا سره میمز تر شنو هغو زیات انټي اکسیډنټ لري.

دا وايي، که همداسې میمز نه شئ خوړلی په نورو خوراکونو کې یې ګډ کړئ.

د میمزو زیات خوړل د اسهال او خوا ګرځېدو سبب کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...