دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+مځکې ته راروانه سیاره ګۍ د سپوږمۍ ټوټه ده

مځکې ته راروانه سیاره ګۍ د سپوږمۍ ټوټه ده

تاند (سې شنبه، د عقرب ۲۵ مه) یوه نوې څېړنه ښيي، هغه سیاره ګۍ چې ۱۹۰ فوټه قُطر لري او د مځکې په لور راروانه ده، په حقیقت کې د سپوږمۍ یوه ټوټه ده.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، څېړونکي وايي، دا سیاره ګۍ، چې کامو الیوا (Kamo oalewa) نومول شوې او ۵ کاله پخوا کشف شوه، ۱۹۰ فوټه فضايي پرښه ده او معدني مواد یې هغو ته ورته دي چې د سپوږمۍ د ډبرو په نمونو کې شته.

د امریکا د اریزونا پوهنتون څېړونکو پر دې پرښې څېړنې کړي خو لا هم نه پوهېږي دا به په رښتیا هم له سپوږمۍ جلا شوې وي ځکه چې تر اوسه داسې کومه پرښه نه ده ثابته شوې چې له سپوږمۍ جلا شوې او موندل شوې وي.

خو دوی وايي، دا احتمال هم شته چې د سپوږمۍ او مځکې ترمنځ له یوه بل ستر جسم سره د یوې ټوټې د ټکر له کبله جوړه شوې وي.

دا سیاره ګۍ په ۲۰۱۶ م کال د (PanSTARRS ) ټیلسکوپ په وسیله کشف شوه.

کامو الیوا یوازې د اپریل په میاشت کې د څو ورځو په مخه له مځکې څخه لیدل کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب