دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+په فضا کې زېږېدلي انسانان به مځکې ته په سیل راځي

په فضا کې زېږېدلي انسانان به مځکې ته په سیل راځي

تاند – د امازون شرکت او د بلو اوریجن (Blue Origin) فضايی شرکت موسس جیف بیزوس اټکل کوي چې یوه ورځ به فضايي هستوګنځي، چې د استوانې به شکل جوړېږي، ملیونونه انسانان ځایولی شي او سیند، ځنګل او ژوي به ولري.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، ښاغلي بیزوس، چې په وروستیو کې یې د بلو اوریجن توغندي په وسیله فضا ته سفر وکړ، دا اټکل د واشنګټن ډي سي په ایګناتیوس فورم کې د خبرو په مهال وکړ.

ده وویل، په راتلونکو پېړیو کې به ډېر انسانان په فضا کې وزېږي او فضا به د دوی لومړی او اصلي کور وي. دوی به په فضايي کالونیو کې وزېږي، په کالونیو کې به اوسي او یوازې د سیل لپاره به مځکې ته راځي.

بیزوس د بل ملیاردر ایلن مسک خلاف باور لري چې د کالونیو ژوند تر دې ښه دی چې په یوه بله سیاره کې انسان ژوند پیل کړي.

د سپېس ایکس د شرکت رييس ایلن مسک په ۲۰۰۲ کې د خپل شرکت د تاسیس له وخته مریخ ته پام لري او تېر کال یې وویل، غواړي چې تر ۲۰۲۶ پورې انسانان پر دې سیاره پښې کښېږدي.

ښاغلی بیزوس وايي، حتي که پر مریخ ژوند ممکن هم شي ډېر به سخت وي خو که داسې وشي یوه بله مځکه به مو جوړه کړې وي او ۱۰ ملیارده انسانان به ۲۰ ملیاردو ته ورسوو.

ده همداراز وویل چې په نورو سیارو کې د هوښیارو (د انسان په شان ځیرکو) ژوو پر شتون باور لري. «څرنګه امکان لري چې ژوند دې نه وي؟ یوازې په دې کهکشان کې بې شمېره ستوري شته او دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې بې شمېره کهکشانونه شته.»

دی په دې پوره باور نه کوي چې د نورو سیارو مخلوقات دې زموږ مځکې ته راغلي وي. بیزوس وايي، «په دې باوري یم چې په نورو سیارو کې مخلوقات شته خو زموږ کُرې ته راغلي وای، موږ به پرې خبر شوي وو.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب