تاند:( چار شنبه، د عقرب شپږ ویشتمه ) په کابل کې د اندرا ګاندي روغتون رئیس نورالحق یوسفزی وایي، چې په دغه روغتون کې د سون توکیو د نشتوالي له کبله اړ شوي، چې د روغتون وچې شوې ونې ووهي او په نویو جوړو کړو صحرایي پخلنځیو کې خپل پرسونل او ناروغانو ته پکې ډوډۍ تیاره کړي.
هغه په یوه ټلویزوني مرکه کې دا هم وویل، چې تر پخوا ورته د هېواد له مختلفو سیمو د خوارځواکۍ، شري او نورو ناروغیو د ناروغانو راوړل زیات شوي دي.
نوموړی فقر د خوارځواکۍ د اوج ته رسیدو عمده دلیل ګڼي او زیاتوي: په ټولو ولایتونو کې دا ستونزه تقریباً په یو ډول موجوده ده، خو په هغو ولایتونو کې ستونزه بیخي زیاته ده، چې د نړیوالو په مرسته تمویلیدونکي روغتیایي خدمتونه پکې ودریدلي دي.
ډاکټر یوسفزی د شرې ناروغۍ د زیاتیدو خبر هم ورکوي او وایي، اصلي دلیل یې د شرې پر ضد د واکسین نه موجودیت دی.
د سون توکیو له نشتوالي پرته، له درېیو میاشتو راهیسې د روغتیایي پرسونل د معاشونو ځنډیدل، د قرطاسیې، وچې ډوډۍ او نورو امکاناتو پای ته رسیدل هم د اندراګاندي روغتون نورې عمده ستونزې دي.
د روغتون رئیس وایي، چې د روغتون کارګران او نرسان یې حتا روغتون ته د راتلو ترانسپورتي کرایه نه لري او اکثره یې په دې سوړ موسم کې په پښو تر روغتونه پورې راځي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د روغتیا وزیر په یوه تازه مرکه کې د روغتیايي خدمتونو د ښه کیدو ادعا کړې او ویلي، چې دوی روغتونونو ته کافي پاملرنه لري او په دې اړه د نه پاملرنې موضوع پوچ تبلیغات دي.
ملګرو ملتونو پرون وویل، چې د افغانستان له هرو څلورو حامله ښځو څخه یوه او له هرو څلورو تازه زیږیدلو ماشومانو څخه دوه تنه یې له خوارځواکۍ سره لاس و ګرېوان دي.
په افغانستان کې تر ۲۴ میلیونه پورې خلک، چې له نېمایي څخه ډېر نفوس جوړوي، له سختې لوږې سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو په حواله،دا خلک د هر ځل ډوډۍ له خوړلو وروسته دې ته فکر کوي، چې د بل وخت ډوډۍ به څنګه پيدا کوي او خوري؟
ما ته دا پوښتنه تل را پیدا کیږي چې د غنی له اردو سره د چنګ مصار ف له کومه کیدل او اوس هغه پیسی څه شوې. که د الله عدالت ته و ګورو نو هبت الله به د دغو ونو ځواب هم وایي.