دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهقریشي:چین کې د افغانستان د ګاونډیانو غونډې ته ط هم بلل کیږي

قریشي:چین کې د افغانستان د ګاونډیانو غونډې ته ط هم بلل کیږي

تاند:( چار شنبه، د عقرب شپږ ویشتمه )‏ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو درېیمې غونډې ته به د طالبانو حکومت هم و بلل شي.

د پاکستان ډاون ورځپاڼې ویلي، چې په دې غونډه کې د روسیې ترڅنګ د چین، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي.

 ویل کیږي، چې د یادو وزیرانو دريیمه غونډه په چین کې ترسره کیږي.

د غونډې د ترسره کیدو کره نېټه تراوسه نه ده معلومه شوې.

مخکې د دې لړۍ یوه غونډه په ایران او بله په پاکستان کې ترسره شوه، خو طالبانو ته له دې کبله، چې واکمني یې په رسمیت نه ده پېژندل شوې، د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

یو شمېر افغانان، د افغانستان په موضوعاتو کې د پاکستان ډېره ښکېلتیا د پوښتنې وړ ګڼي او د طالبانو او پاکستان منتقدین خو لا دغه هېواد د طالبانو په وسیله د افغانستان په اشغالولو تورنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب