شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهپوتین او ایراني سیال یې د افغانستان په اړه غږیدلي

پوتین او ایراني سیال یې د افغانستان په اړه غږیدلي

تاند:( چار شنبه، د عقرب شپږ ویشتمه )‏ روسي رسنۍ وایي، چې ولسمشر یې ولادیمیر پوتین له خپل ایراني سیال محمد ابراهیم رئیسي سره د افغانستان د وضعیت په اړه ټلیفوني خبرې کړي دي.

د روسيې ټاس خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې دا ټلیفوني خبرې تېره شپه ترسره شوي.

په دې خبرو کې د روسیې ولسمشر له خپل ایراني لوري سره په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه اندیښنه ښودلې.

ویل شوي، چې ایران او روسیه دواړه په دې اړه مشترکې اندیښنې لري.

د دې ترڅنګ روسي ولسمشر ویلي، چې هېواد یې زر له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو لړۍ پيلوي.

نوموړي په دې برخه کې نور جزییات نه دي ورکړي.

د افغانستان لپاره د ولسمشر پوتین استازي هم ویلي، چې زر به روسیه له افغانستان سره خپلې بشري مرستې پيل کړي.

معلومه نه ده، چې یادې مرستې به په کومه کچه وي، خو ویل کیږي چې دا مرستې نن پيلیږي.

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي اوړمه ورځ په یوه رسمي سفر پلازمېنې کابل ته راغلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب