شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهد خلیلزاد پخوانۍ همکاره: خلیلزاد ط ته لابي کوله او ډېر امتیازات...

د خلیلزاد پخوانۍ همکاره: خلیلزاد ط ته لابي کوله او ډېر امتیازات یې ورکړل

تاند:( چار شنبه، د عقرب شپږ ویشتمه )‏ د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو د مخکیني استازي زلمي خلیلزاد یوې مخکینۍ همکارې لیزا کورتیس په نوموړي تور لګولی، چې طالبانو ته یې لابي کوله او د دوحې د سولې تړون کې یې ډېر امتیازات ورته ورکړل.

نوموړې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې خلیلزاد د ټولو د استدلال برعکس، چې د طالبانو د نه بدلیدو په اړه یې درلود، ادعا لرله چې دا ډله بدله شوې او روغه ورسره کیدای شي.

دغې پخوانۍ دیپلوماتې نیویارک ټایمز ته دا هم ویلي، چې د پينځو زرو طالب بندیانو د خوشې کیدو او بدو پایلو مسوولیت ټول زلمي خلیلزاد ته ورګرځي.

د کورتیس په خبره، خلیلزاد و، چې د دغو بندیانو د خوشې کیدو ټینګار یې درلود او د هغوی د خلاصون او ډېرو ګواښونو سبب شو.

زلمي خلیلزاد د خپلې دغې پخوانۍ همکارۍ تورونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

خلیلزاد تر دې مخکې هم په ډېرو داسې تورونو، تورن شوی خو دا تورونه یې رد کړي دي.

د یو شمېر افغان سیاستوالو ترڅنګ یوه لویه برخه امریکایی سیاستوال هم د دوحې تړون د ناکامۍ له کبله د خلیلزاد د محاکمې غوښتنه لري.

د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح هم ویلي، چې خلیلزاد د جمهوریت نظام د وزې په شان قرباني او له منځه یوړه.

د ده په وینا، بې واکه شوي ولسمشر اشرف غني سره د خلیلزاد ډېرې داسې ټلیفوني مکالمې شته، چې هغه افغان چارواکو ته د سولې تړون په اړه دروغ ویلي او فشارونه یې پرې اچولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب