چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+له مکې تر مدینې / شهسوار سنګروال

له مکې تر مدینې / شهسوار سنګروال

لومړۍ برخه

د شبې و رځ ۱۴۰۰ لېږدي لمر یزکال دلړم ۱۵مه چې د۲۰۲۱زیږدي کال دنوامبرله ۶مې سره برابر وه په داسې حال کې چې لمرد اسمان تندي ته رسېدلی و، او ورو رو یې خپلې وړانګې د اسمان له تندي را کوزولې، چې له کوره ووتو اود هېترو نړېوال هوایي ډګرته مو مخه کړه.

دهېترو نړیوال ډګردبرېتانیا له موهمو اونا متو ډګرونو څخه یو دی … هوايي ډګر ته په لار کې له یوې ترا فیکې پېښې سره مخ س، خو دچښتن تعالی په مرسته کومه ناوړه ناورین او کړاو را مینځته نه سو، خود یما خان موټرته ډېر لږزیان وا ووښت اودهغه چرت یې لږمټکوره کړ، داځکه چې موټر یې ډېر ځوان اود ۲۰۲۱کال اوایله ټولټال شاوخوا پنځه سوه کیلومتره مڼډه یې وهلې وه .

هوا یي ډګر ته ورسېدواوپه ټا کلي وخت دسعودي عربستان يوې الوتکې ته پورته سو، خوله بده مرغه چې دیوې تخنیکي ستونزې له با بته څلورسا عته الوتکه کې تم سو، نوهمدا لا مل و، چې په نا ټا کلي وخت مکې معظمې ته ورسېدو.

دعربستان په تاریخ کې مکه یولرغونی ټا ټوبی دی، چې دبېلا بېلومذهبونواوکلتورونودب دبه یې خپله کړې وه … که موږ خبره دابراهیم (ع) نه ر اپیل کړو، نو ویلی سو چې مکې دده په مهال یوه نوې معنوي بڼه خپله کړه …

 داسلام ستر پیغمبرحضرت محمد دعبدالله زوې دعبدالمطلب لمسی دهاشم کړوسی د عبدالمناف کوسی، چې عبدالمناف دقضي زوې او د کلاب لمسی کېده نړۍ ته سترګې وغړولې .

داسلام لار ښود دربیع الاول په دولسمه د۵۷۰زیږدي کال داګست په شلمه، د فیل په کال اوپه د اسې حال کې چې د یمن د حبشې نا یب السلطنه «ابرهه » دکعبې د ورانولو لپاره له خپل لښکر اوفیلانو سره را وخوځېد وزیږېد.

دزوکړ ې په ۷مه ورځ یې نیکه یواوښ حلال کړاو د قریشو مشران یې ر ا وغوښتل چې  ورته ووایي چې د لمسي نوم یې محمد دی.

محمد لا د مور په نس و چې پلار یې شام نه مکې ته په لاره و،چې یثرب ته څېرمه یې ساه ور کړه. په شپږ کلنۍ کې یې مور بي بي هم سترګې پټې کړې، او په اته کلنۍ کې یې نیکه ومړاو د ده پالنه د ده تره ابوطالب په غاړه واخسته اوبیا یې له ځان سره شام سفر ته بوته، خوهلته بهیري نومې راهب ابو طالب ته سپارښتنه وکړه، چې د د ې ستر انسان خیال وساتي،چې له کومې ستونز ې سره مخ نه شي …

دی لا تنکی ځوان و، چې  دیوه سارایی سړي لور چې دحج لپاره مکې ته راغلي ول، دمکې کوم شتمن سړي وتښتوله او ده د کلی کوردلسګونوقبیلو ځوانان راټول کړل اوترې وې غوښتل چې موږباید څوک پرې نږدوچې په مکه کې د اسې ظلم وکړي …

داسلام د پیغمبرد ژوند یوه بله موهمه پېښه شام ته د ده سفر وو، چې دخدېجې غلام میسره په ملتېا یې د سود اګریزو توکو کاروان هلته ورساوواوبېرته مکې ته راستون سواوکله چې خدیجې دده پوهه اواما نت داري ولیده ،نو غوښتنه یې ترې وکړه چې له دې سره واده وکړي .

له واد ه نه لس کاله وروسته په ۶۰۵ زکال،چې محمد «۳۵» کلن و، مکه له یوې نا وړې پېښې سره مخ سوه. د ډېروسېلا بونوله ا مله کعبه ونړېده اوله رغاونې وروسته دحجرالاسود تیګې په سر بګنوونکې تربګنۍ او ستونزې راپورته سوې اوبیا په دې پریکړه چې ابواومېه مخزومي وویل هر څوک چې دصفا له لارې لومړی راننوځي وروستۍ پرېکړه به هغه کوي .

هغه ووچې حضرت محمد له همغې لارې را ننووت اودهغه د تدبیر له مخې چې تیګه یې په یوه څادر کې واچوله اودڅادرهره څنډه یې دقبیلې هرمشر ته ورکړه اوبیا یې ډبره په ځانګړي ځاې کې کیښوده …

زه نږدې ۳۰کاله وروسته بیا مکې ته لاړم، خودا وارې حجرالاسود ته یې څوک نه پرېښودل چې لاس پرې ولګوي ،ولې هغه وخت هرچا پرې دتبرک لپاره

 لاس ایښودلی سو .

موږ چې له صفا  او مروه خلاص سو، د مکې ختیځ لورته ووتو اود اسلام دپېغمبرانګړچې مکې ته څېرمه په څو متري کې پروت دی ورغلو، ولې په کور کې دهغه مهال نښې نښانې نه تر سترګو کېدې او دیوه کتابتون بڼه یې خپله کړې وه …!؟

خود بي بي خدېجې کورله مکې نه یوڅه وړاندې د«حر ا » دغره لمنې ته یوڅه نږدې پروت دی، نوځکه خوداسلا م پیغمبرد روژې په میاشت کې دریاضت اوعباد ت په موخه هلته ورته …

زه او ډاکترخسروهم تر یوه بریده همغې سموڅې ته ورنږدې سو،خو چا اجازه ځکه رانکړه ،چې کار پرې روان وو…په دغه عبا دت ځاې کې په حضرت محمد د پیغمبرې وحې راغلې وه …

موږ دعمرې په مهال مکه معظمه، مروه اوصفا ،عرفات، د ثورد غره په شمول ډېرې تاریخي اومذهبي سیمې داسلامي دود له مخې ولیدې ،چې موږدابراهیم(ع)،اسماعیل (ع)،نبي (ع) اونورسپېڅلي ځا یونه د بېلګې په توګه یادولی سو.

دعرفات اودعر فات شاو خوا سیمې موهم دمذهبي دود په موخه ولیدېې. دعرفات غونډۍ هغه تاریخي سیمه ده،چې داسلام ستر پیغمبرد حجته الوداع مراسم په کې ترسره کړل اوګڼشمېرتاریخپوهان په دې ټینګار کوي،چې د حجت الود اع په مراسمو کې ۱۴۵زره مسلمانانونرواوښځوګډون کړی وو.

موږ دنوامبرپه ۱۰مه نېټه له مکې نه دمدینې په لور وخوځېدواوله څلوروساعتو وروسته پداسې حال کې ،چې موټرپه چټکوګا مونو د عربستان له دښتواوغونډېیوپاڼې اړولې زېړی مازدیګردمدینې هغه ښار ته ورسېدوچې داسلام لار ښود له نن نه ۱۴۰۰کاله وړاندې په۶۲۱ زېږدیزکال د ثوردسموڅې له وېرونکې پېښې وروسته دهغه وخت یثرب ته ورسېد .

له مکې نه مدینې ته د حضرت محمد(ٌص ) سفرله ګواښه ډک و،چې دده دښمنان دثوردغره هغه سموڅې ته ورسېدل،چې د ه اوابوبکرصدیق پکې پنا اخستې وه… ولې بیاهم چښتن تعالی وژغورل .

دوۍ چې له کومې ولږې اوتند ې سره مخ شول هغه هم ستونزمنه پېښه وه،چې ابوبکرصدیق ته یې سپا ر ښتنه وکړه چې یوې هسکې غونډۍته پورته شي او وګور ۍ،چې کومه ابا دي یې ترسترګو کېږي کنه؟

هغه ولیدل چې لږ ډېر وړاندې یوه خېمه ډوله څپره یې تر سترګوکېږي … هغه لورته و رروا ن شول اوله اوږده مزله وروسته یې ولیدل چې له دوینه دمخه چې کوم کاروان تېر شوی وو،هغودپیسوپه بدل کې هر څه رانیولي ول … هغه ښځینه سوداګره،چې هلته ناسته وه داسلام لار ښود ته ووېل،مسافرو! له څېروموښکاري چې ډېروږي سوي یې ،خوپه خواشینۍ باید ووایم چې هیڅ مرسته نشم کولی !؟

په دې وخت کې د پېغمبرسترګې په یوې مېږې ولګېدې اوبوډۍ ښځې ته یې ووېل،هغه مېږه ولوسه ! بوډۍ موسکۍ شوه اوورته وې وېل ، مسافره ،هغه شڼډه ده پۍ نکوي…نوبیا ترې محمد(ص) یولوښی وغوښت اومېږه یې ولوسله اوپاې کې دیوې معجزې له مخې له مېږې دومره پۍ تر لاسه کړې ،چې نه یوا زې ددوۍ دواړوبس شوې ،بلکې دسود اګر ې ښځې مټۍ ،کټوې اونورلوښي هم ورډک کړل ،چې بیا له دې اوږده مزل نه وروسته مدینۍ ته ورسېد ل .

 موږبیا په داسې مهال مدینې منورې ته ورسېدو،چې دلمر  وړانګې ایله بیله دنبوي جومات مناروته دخداې پا ما ني په موخه ور غاړه وتې وې …( نوربیا )

1 COMMENT

  1. سنګروال صاحب له ګوتو مو ځار شم ، ښکلی اوپه زړه پورې مطلب مو لیکلی دی ، هیله ده د خپل دغه تاریخي یون ټولې خاطرې او تاریخي معلومات همداسې ولیکی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب