سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونهد کانګريس نارینه غړو ته د متقي لیک، د پټې معاملې ضمني...

د کانګريس نارینه غړو ته د متقي لیک، د پټې معاملې ضمني يادونه پکې شوې ده

تاند:( چار شنبه، د عقرب شپږ ویشتمه )‏ د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي د امریکا متحده ایالاتو د کانګريس د نارينه غړو په نوم يو ليک استولی.

په دې ليک کې ملا متقي د کانګريس غړي په دې ډول مخاطب:((د امریکا متحده ایالاتو د کانګریس ښاغلیو غړو ته!))

نوموړي د ديپلوماتيک عرف پر خلاف د ښځينه غړو لپاره د (آغلیو) جلا اصطلاح نه ده کارولې.

متقي په دې لیک کې له امریکا متحده ایالاتو سره د طالبانو د دوحې تړون د خپلو څرګندونو اساس ګرځولی او ويلي، چې د همدغه تړون په اساس دې امریکا ورته د نېکو مناسباتو چانس ورکړي.

هغه په ضمني ډول د امريکا او امريکا د پټې معاملې يادونه او تایید هم کړی، چې له مخې یې ولسمشر غني باید واک دوی ته پريښی او له افغانستان څخه وتلای وای.

طالب وزير په دې اړه ليکي: (( لکه څنګه چې تاسو خبر یاست، د افغانستان اسلامي امارت د پخوانۍ ادارې د مشر له غیرمسئولانه تېښتې وروسته د خلکو اوپه تیره بیا د کابل ښاریانو د غوښتنې په اساس او د قدرت له خلاء او ګډوډۍ څخه د مخنیوي په خاطر کابل ته داخل شو…))

متقي په دې جمله کې، په غیر مستقیم ډول د خلیلزاد هغه ادعا تاییدوي چې طالبانو له امریکایانو سره مخکې تر مخکې معامله کړې وه.

دی هم د خلیلزاد په شان له کابله د افغانستان د ولسمشر اشرف غني وتل «غیرمسوولانه تېښته» بولي.

د طالب وزير د ادعا په اساس، دوی افغانستان کې خپلواک او مسؤل دولت جوړ کړی او دغه دولت د امریکا د حکومت په ګډون د نړۍ له ټولو دولتونو سره مثبتو اړیکو ټینګولو ته لیواله دی.

هغه امريکا په افغانستان کې پانګونې ته هڅولی او ويلي: اوس د افغانستان د ودانۍ او انکشاف لپاره ټول فرصتونه مهیا شوي دي. په راتلونکې کې دافغانستان په صنعت، زراعت او د کانونو په استخراج کې د امریکا متحده ایالات هم پانګونه کولای شي.

د متقي په خبره، د حیرانتیا ځای دی چې د نوي حکومت له اعلان سره د امریکا متحده ایالاتو د حکومت له لوري د افغانستان د مرکزي بانک پر ذخیرو بندیز لګولی دی.

هغه زياتوي: دا زموږ د توقع او د دوحې موافقتنامې خلاف دی.

طالب وزير په داسې حال کې، چې ډېری ملګري او د واک شريکان يې په افغانستان کې د بشري فاجعې احتمال ردوي، خو په دې لیک کې له دې فاجعې د سياسي او عاطفي استفادې په توګه يې امریکايي سناتورانو ته يادونه شوې، څو د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په وړ سپارلو کې مرسته ورسره وکړي.

متقي په دې اړه لیکلي:(( په افغانستان کې د ژمي سوړ موسم را روان دی، په داسې حال کې چې هیواد مو د کرونا څپې، وچکالۍ، جګړو او فقر ځپلی دی، د امریکا لخوا بندیزونو له تجارت او کاروبار نه علاوه د بشري مرستو حالت هم اغیزمن کړی دی. د ملګرو ملتونو او نورو بشري مرستندویه ټولنو اټکلونه ښيي چې که دا حالت دوام کوي، د افغانستان ولس به راتلونکی ژمی له ستونزو سره مخامخ شي. دا چې له لوږې څخه د یوه ماشوم کړیدل، د روغتیایي اسانتیاوو له نه شتون څخه د یوې مور وفات کیدل او له کار، خوراک، پوښاک، درملو او نورو اولیه اسانتیاوو څخه د یوه عام افغان محروم کیدل هیڅ سیاسي توجیه او منطق نه شي درلودلای او د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت او ولس حیثیت ته هم زیان اړوي ځکه چې دا یوازې بشري موضوع ده. موږ هیله کوو چې د امریکا د متحده ایالاتو دکانګریس غړي به په دې اړه ژور فکر وکړي.))

د امريکا سناتورانو تر اوسه د دې لیک د ترلاسه کولو او دغه راز په اړه يې د خپل غبرګون په تړاو څه نه دي ويلي.

2 COMMENTS

  1. متقی ساب!
    ستا په قبر د امریکائی سناتورانو او سناټرانو سره د افریقائی خره د مخ چپه او د شا راسته پښه در ومنډم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب