شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد کندوز یو مشهور ډاکټر اختطاف شوی دی

د کندوز یو مشهور ډاکټر اختطاف شوی دی

تاند:( چار شنبه، د عقرب شپږ ویشتمه )‏ په کندوز کې اوړمه شپه انسان تښتونکو د جلدي ناروغیو یو مشهور ډاکټر هوشنگ رستاقي اختطاف کړی دی.

ځایي سرچینو ویلي، چې دغه ډاکټر له خپل کور څخه چې د ښار په پينځمه ناحیه کې موقعیت لري، د شپې له لوري وړل شوی دی.

د ډاکټر د کورنۍ غړو ویلي، چې د انسان تښتونکو یو میل وسله هم د دوی په کور کې پاتې ده.

د نوموړي د تښتول کیدو په اړه ځایي چارواکو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په وروستیو کې د هېواد له مختلفو ولایتونو څخه د مشهورو ډاکټرانو، سوداګرو او پانګوالو د تښتول کیدو خبرونه ورکول کیږي.

په ځینو مواردو کې د تښتول شویو کسانو د ژغورل کیدو او په تور یې د یو شمېر کسانو د نیول کیدو خبر هم ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب