Homeخبرونهناروې له افغانستان سره ۲۳ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

ناروې له افغانستان سره ۲۳ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

تاند:( چار شنبه، د عقرب شپږ ویشتمه )‏ ناروې له افغانستان سره ۲۳ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه ناروې په افغانستان کې د بشري ناورین د دوام په اړه له اندیښنې څرګندولو سره ویلي، چې له دغه هېواد سره به ۲۳ میلیونه امریکایي ډالره مرسته وکړي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر آنیکن هویتفلد، له نورو هېوادونو هم غوښتي څو له افغانستان سره د بشري ناورین د مقابلې لپاره نقدي مرستې وکړي.

پرون، ملګرو ملتونو وويل، چې له هرو څلورو افغان ښځو او دوو ماشومانو څخه یو تن یې خوارځواکۍ ځپلی دی.

د دغه نړیوال سازمان د ارقامو په اساس، د افغانستان نېمایي خلک لا هم دې ته حیران دي، چې بل وخت ډوډۍ به له کومه کوي؟

یاد شوي سازمان مخکې ویلي و، چې په افغانستان کې د ټولو فقر ځپلو کچه ۲۴ میلیونه تنه ده او ۳ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ او شدید فقر له کبله د مرګ ګواښ سره مخ دي.

له تازه ارقامو سره ګومان کیږي، چې د خوارځواکۍ له کبله د مرګ ګواښ سره د مخامخو کسانو کچه نوره هم لوړه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...