Homeخبرونهعبدالباقي حقاني: د اقتصادي ستونزو له کبله دولتي پوهنتونونه نه شو پرانيستلی

عبدالباقي حقاني: د اقتصادي ستونزو له کبله دولتي پوهنتونونه نه شو پرانيستلی

تاند:( چار شنبه، د عقرب شپږ ویشتمه )‏ طالبانو دا ځل د دولتي پوهنتونونو د ‌نه پرانيستل کيدو دليل د دوی د ادارې اقتصادي ستونزې ګڼلي دي.

 د دوی د لوړوړ زدکړو وزیر عبدالباقي حقاني دا خبره نن د جرمني د ستراتیژيکې پراختیا کمپنۍ د اسیا له مسول حشمت الله مرادي سره په کتنه کې کړې ده.

 حقاني د دغو اقتصادي ستونزو په اړه جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې خصوصي پوهنتونونه پرانستي دي او تدریس په کې روان دی.

د لوړوزدکړو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دې کتنه کې د جرمني کمپنۍ په بېلابېلو برخو کې وزارت ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یوشمېر پوهنتونونو ودانیزې چارې، د کابل پوهنتون معیاري کول او پوهنتونونو کې د انټرنیټي خدمتونو پیاوړي کول، هغه برخې دې چې طالبانو د جرمني مرسته په کې غوښتې.

د طالبانو له راتګ وروسته پر دولتي پوهنتونونو سربیره په اکثرو ولایتونو کې د نجونو منځني او د لیسې دورې ښونځي هم تړلي دي.

زده کوونکو او محصلانو له دې وړاندې په وار وار غوښتنه کړې چې د تعلیمي بنسټونو دروازې باید ورته پرانستل شي.

نن د طالبانو د امر بالمعروف وزیر شېخ محمد خالد ویلي، چې نجونې د دوکتورا تر کچې په اسلامي چوکاټ کې د زده کړو حق لري.

دا په داسې حال کې ده، چې دغې ډلې تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړې.

2 COMMENTS

  1. د دغو مرده ګاوو په خبرو هیڅ اعتبار نشته په والله قسم کول که سږ د نجونو مکتبونه شروع کړی. د قوس په میاشت واوره راځی مکتبونه بدون له هغه هم رخصت کیږی. دوی د علم او دانش دشمنان دی، دوی له پخوا مکتب او پوهنتون سره دښمنی لرله بیا دا خر جاهله وزیر د آی اس آی کس دی دوی مؤظف دی ته دی چی د افغانستان اقتصادی او ښوونځ بسټونه ویجاړ کړی ملت ټول د پنجابیانو محتاجه وګرځوی. الله د دوی ورک او نابود کړی د هغه ښه ملا ښځه غی.

  2. ولي مدرسې لوطخانې خو پرانيستې دي هغه ولي نه بنديږي ؟ که هغوۍ ته له اسمانه پاخه پسونه راځي ځکه ددين پتنګان دي. لعنت ستا په دغه منحوسه خنزيره جوسه ?

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...