یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد کابل په چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۶ ژوبل...

د کابل په چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۶ ژوبل دي

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۲۶ مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د نن ورځې په چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۶ نور ژوبل دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی سعید خوستي وویل، د کابل په لوېدیځ کې په یوه تونس موټر کې د مقناطیسي بم چاودنه شوې.

د ده په وینا په ټپیانو کې ۳ ښځې هم شاملې دي.

تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی او دا هم څرګنده نه ده چې د برید هدف څوک و.

پخوا د کابل په لوېدیځ کې د اکثرو بریدونو مسوولیت داعش په غاړه اخیستی و.

تر دې مخکې شاهدانو د دوو چاودنو راپور ورکړی و.

د شاهدانو په وینا په لومړۍ چاودنه کې، چې د دشت برچي د نقاش په سیمه کې په یوه تونس موټر کې وشوه ۳ تنه وژل شوي او ۲ نور ژوبل دي.

د دوی په وینا دوهمه چاودنه په شهید څلور لاره کې شوې خو نه پوهیږي چې څو تنو ته یې مرګ ژوبله پېښه کړې ده.

د دوشنبې په ورځ د کابل په کوټه سنګي کې په ورته ډول چاودنه کې څو ملکیانو ته مرک ژوبله واوښته.

له کابل سره په یو وخت په جلال اباد ښار کې هم په یوه هدفي برید کې یو طالب ووژل شو.

له دې پېښې پرته له تېرې جمعې ورځې راهیسې د ننګرهار او کابل په څو پېښو کې ۹ تنه نور وژل شوي او ۲۰ تنه ټپيان شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب