یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمجاهد: پوځ مو تر ۲ کلونو پورې بشپړیږي

مجاهد: پوځ مو تر ۲ کلونو پورې بشپړیږي

تاند:( چار شنبه، د عقرب شپږ ویشتمه )‏ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د دوی پوځ به تر راتلونکو دوو کلونو پورې بشپړ شي.

هغه یوه عربي ټلویزون ته د مرکې پر مهال ویلي، چې دوی بشپړ اسلامي پوځ جوړوي.

طالب ویاند د دغه پوځ شمېر شاوخوا سل زره تنه ښودلی دی.

له دې سره نوموړي په دې شمېر کې د بدلون اټکل هم کړی دی.

د مجاهد په وینا، د مخکیني پوځ هغه کسان چې ځانګړي فني مهارتونه لري، په نوي پوځ کې به شامل کړل شي.

د‌ ملي دفاع وزارت يو پخوانی مقام بسم الله تابان وايي، چې طالبان بايد د يوې چريکي ډلې او ملي پوځ د توپیرونو په اړه وپوهيږي.

د‌ هغه په وينا، ملي پوځ لرل يو مسلکي بحث دی چې پراخو امکاناتو ته اړتيا لري او طالبان د پوځ جوړولو ته بايد د خپلو هغو جنګياليو په سترګو ونه ګوري، چې د مدرسو له فارغانو يې لیکې ډکې کړې وې.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي په پاکستان کې ويلي و، چې دوی يو کوچنی پوځ جوړوي او د مخکيني نظام منسوبينو ته ځای پکې نه ورکوي.

د هغه دا څرګندونې په لويه کچه د افغانانو له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوې.

2 COMMENTS

  1. که تاسو تر ۲ کالو پوری پاتی شي
    تاسو د افغانانو ازاد مو واخست او په پاکستان مو خرص کړ
    او اوس هماغو ته سوال کوی د خیرات
    باید پدی پوه شی که دغه ۳۳ میلونه خلک تاسو پسی واخست والله کی مو تر باداره ځوک را ټینګ کی
    افغانستان ۵ زره کلن تاریخ لری تاسو غوندی ډیر ورک شول نو الله نه وویریږی

  2. ته لعنتي زب مجاهله حرامي خلک نسې غولولای. د تا قوماندو طالب هغه ورځ خپله وړتيا دداودخان په روغتون کې ښکاره کړه سي له ديوالو لکه بوجۍ کښته راولويدل. دغه به تاسي او دغه به مو سپږن بدريان وي او د پنجاب مليشې مو اردو وي. ?

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب