یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهط ته د خلکو توند غبرګونونه، وايي اردو مو ولې رسمي ژبه...

ط ته د خلکو توند غبرګونونه، وايي اردو مو ولې رسمي ژبه ګرځولې

تاند:( چار شنبه، د عقرب شپږ ویشتمه )‏ د طالبانو لخوا په رسمي ډول په اردو ژبه مطبوعاتي فعاليت په پراخه کچه د افغانانو توند غبرګونونه پارولي دي.

نن د طالبانو د بهرنيو چارو د وزير ملا امير خان متقي لخوا د هغه ليک اردو ژباړه هم د بهرنيو چارو وزارت له رسمي ویبپاڼې خپره شوې وه، چې د امريکا د متحده ايالاتو د کانګريس د نارينه غړو په نوم يې لیکلی و.

طالبانو مخکې په پاکستان کې د جمهوري نظام پر ضد د وسله وال او فرهنګي فعاليت پر مهال هم په اردو ژبه خپرونی لرلې.

د دوی اعلامیې معمولا د پښتو او دري ژبو تر څنګ په اردو او انګلیسي ژبو خپريدې.

اوس، چې دا ډله په افغانستان کې واک ته رسيدلې، په اردو ژبه خپرونی يې د خلکو د سخت مخالفت سبب شوي دي.

افغان ژورناليست فواد لامع په دې اړه ليکلي:”تاریخ کې شاید لومړی ځل وي چې اردو د افغانستان په یو رسمي سند کې د ډېپلوماتېکې ژبې په حیث کارول کیږي، هغه هم داسې یو لیک کې چې مخاطب یې انګلیسي ژبي امریکاییان دي. داسې ښکاري چې د ازبېکي ځای اردو نیولی دی.”

سياسي فعال نجيب ننګيال بيا ليکلي:‏مبارک مو شه. اردو رسمي ژبه شوه. غلامي نوره توره وي که سپينه؟

يو شمېر نورو فعالانو بیا ویلي، چې دوی په اردو ژبه يوازې د پاکستان د ملي سرود د په زوره ورښ زده کولو انديښنه لرله، خو اوس داسې ښکاري چې ټوله ژبه بايد زده کړي.

طالبانو په اردو ژبه د خپلو رسمي- حکومتي نشراتو په اړه خلکو ته کوم ځواب نه دی ورکړی.

دا نیوکې په داسې حال کې دي،‌ چې په وروستيو کې د طالبانو او پاکستان د اړيکو په اړه بحثونه او پوښتنې خورا شديدې شوي دي.

يوشمير افغانانو په وروستيو کې طالبان بيا- بيا تورن کړي چې افغانستان يې بې هويته کړی او د پاکستان په پینځمې صوبې بدل کړی دی.

طالبانو له پاکستان سره د خپلو اړیکو په اړه خلکو ته ځواب او قناعت نه دی ورکړی.

ويل کيږي، چې د دوی د اکثرو لوړ پوړو چارواکو او قومندانانو کورونه لا هم په پاکستان کې دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب