یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهازبکستان د افغانستان له لارې پاکستان ته د رېللارې د جوړولو جدي...

ازبکستان د افغانستان له لارې پاکستان ته د رېللارې د جوړولو جدي اراده لري

تاند(پنجشنبه، د عقرب ۲۷مه) ازبکستان جدي پلان لري چې د افغانستان له لارې له جنوب ختیځې اسیا سره د رېلګاډی په وسیله وصل شي.

د ازبکستان چارواکو په وروستیو ورځو کې په دې اړه له پاکستاني چارواکو سره یو وار بیا خبرې کړي دي.

د ترانس افغان په نوم د دې رېللار (پټلۍ)، چې ازبکستان، افغانستان او پاکستان یې په اړه د سږ کال په فبرورۍ کې موافقه کړې وه، نه یوازې منځنۍ اسیا له جنوب ختیځې اسیا سره وصلوي بلکې په نهایت کې به منځنۍ اسیا له جنوب لوېدیځې اسیا سره هم ونښلوي.

ازبک چارواکي وايي، د دوی نوې پالیسي دا ده چې ترانس افغان رېللار جوړه کړي.«موږ پر بنسټونو تمرکز کوو نو اوس له ازبکستان څخه افغانستان او پاکستان ته د رېللارې په جوړولو کار کوو.»

ازبک چارواکي مظفر عبدالعزیزموف وویل «کله چې دا پروژه بشپړه شوه، موږ به اسیايي هیوادونو ته د رسېدو لار ومومو او له هغه ځایه به د جنوبي اسیا هیوادونو ته لار پرانیزو.»

د افغانستان تېر حکومت ډېره هڅه وکړه چې افغانستان د جنوبي او منځنۍ اسیا، چین او منځني ختیځ پر څلورلارې بدل کړي خو د طالبانو بلوا اجازه ورنه کړه چې پانګوونکي په افغانستان کې پر سترو پروژو پانګونه وکړي. اوس هم سره له دې چې د پخوا په پرتله ناامني ډېره کمه شوې خو وېره ده چې داعش او نورې ډلې قوت ومومي او یو وار بیا د طالبانو پر ضد هماغسي مقاومت پیدا شي چې دې ډلې د افغانستان د جمهوري حکومت پر ضد کاوه.

ازبکستان هم د افغانستان په شان سمندر ته لاره نه لري خو رېللار له بهر نړۍ سره د دغه هیواد راکړه ورکړه ډېره اسانولی او له بلې خوا یې پر روسیې اتکا کمولی شي.

د نړیوال بانک له شمېرو سره سم، ازبکستان په وروستیو کلونو کې د کرونا وبا له خپرېدو سره سره د پام وړ وده کړې او له همدې کبله نویو لارو ته اړتیا لري.

د دغه بانک پر اساس، د روان ۲۰۲۱ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ازبکستان کورنی ناخالص تولید ۶ اعشاریه ۲ ته لوړ شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب