یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد بېوزلو نجونو د خرڅلاو دوام، ۲ هراتۍ نجونې هم وپلورل شوې

د بېوزلو نجونو د خرڅلاو دوام، ۲ هراتۍ نجونې هم وپلورل شوې

تاند:( پنجشنبه، د عقرب اووه ویشتمه )‏‏ اين بي ايس ټلويزيون په لويديځ ولايت هرات کې د بېوزلۍ له کبله د دوو نجونو د خرڅلاو خبر ورکړی.

ويل شوي چې په پلورل شويو نجونو کې يوه بينظير نوميږي او ۸ کلنه ده او بله يې صالحه نوميږي او ۷ کاله عمر لري.

د دوی کورنیو ويلي، چې د نورې کورنۍ د مړولو او ژوندي ساتلو لپاره يې خپل دا اولادونه په ۲-۲ زرو امريکايي ډالرو پلورلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ‏ د طالبانو د قطر سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم وردګ وايي، د فقر د زیاتوالي په اړه يو شمېر رسنۍ مبالغه او بې ځايه تبلیغات کوي.

نوموړي د طلوع نيوز په یوه ټلویزیوني بحث کې له نوم اخيستو پرته په دې برخه کې ځينې رسنۍ له بهرنیانو څخه په دې اړه په پيسو اخيستو تورن کړل.

طالب وياند دغه راز د غربت له کبله د خلکو د اولاد پلورلو د راپورونو موضوع هم غوښته رد کړي، خو د طلوع نيوز بحث چلوونکي ورته وويل، چې په دې اړه دوی مستند راپورونه جوړ کړي.

طالب وياند په دې اړه، چې د درې مياشتينۍ واکمنۍ پر مهال يې د افغانانو د فقر پر وړاندې خپل مسووليت څه ډول ادا کړی وويل: موږ د ملت پر وړاندې خپل لوی مسووليت ادا کړی، چې هغه ملت ته ازادي ګټل و، نور مسووليت د نړیوالو دی، چې د فقر او دوی چې يې بشري فاجعه ګڼي، مخنيوی بايد وکړي.

پرون، ملګرو ملتونو وويل، چې له هرو څلورو افغان ښځو او دوو ماشومانو څخه یو تن یې خوارځواکۍ ځپلی دی.

د دغه نړیوال سازمان د ارقامو په اساس، د افغانستان نېمایي خلک لا هم دې ته حیران دي، چې بل وخت ډوډۍ به له کومه کوي؟

یاد شوي سازمان مخکې ویلي و، چې په افغانستان کې د ټولو فقر ځپلو کچه ۲۴ میلیونه تنه ده او ۳ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ او شدید فقر له کبله د مرګ ګواښ سره مخ دي.

له تازه ارقامو سره ګومان کیږي، چې د خوارځواکۍ له کبله د مرګ ګواښ سره د مخامخو کسانو کچه نوره هم لوړه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب