دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د خولې د بد بوۍ اسانه چاره

د خولې د بد بوۍ اسانه چاره

د خولې بدبویي، چې بي نوم یې (Halitosis) دی، یوه عامه ناروغي ده چې ډېر خلک ورسره په تکلیف دي.
اصلي لامل یې د خولې پاک نه ساتل او یو شمېر ناروغۍ ښودل کېږي.
که د چا د خولې بد بوۍ ځي باید هر شپږ میاشتې وروسته د غاښونو ډاکټر ته ورشي او معاینه یې وکړي، هره ورځ له اتو تر لسو ګیلاسو اوبه وڅښي او د شپې لخوا هوږه او پیاز ونه خوري.
د ډېرو کسانو د خولې هغه مهال بد بوۍ ځي چې له تیز بوی لرونکو یا مساله دارو خوراکونو څخه وروسته خوله ونه مینځي، ځکه د خوړو وړې ټوټې په غاښونو او وریو کې پاتې کیږي او که په ځانګړي ډول داسې خوراکونه د شپې له خوا وخوړل شي چې د خولې بدبویي رامنځته کوي.
د خولې د بد بوۍ یو عیب دا هم دی چې په خپله هغه چا ته چې خوله یې بد بوۍ لری، نه معلومېږي. که غواړئ چې د خپلې خولې پر بوۍ پوی شئ، نو اوبو ته (په تشناب کې د اوبو څوښکي ته په داسې حال کې چې اوبه بهیږي) خوله نژدې کړئ او بیا د لاس په رغوي د خپلې خولې بوۍ وازمویاست.
ځیني خوراکونه په تېره بیا سبز یجات او مېوې د خولې د بد بوی له مخنیوي سره ډېره مرسته کوي.
ویلنی او دڼیا یا ګشنیز
د ویلني یا دڼیا/ ګشنیز څو پاڼې خولې ته واچوئ، دغه پاڼې که څه هم غاښونه نه پاکوي خو د غاښونو له کبله د بدبویۍ رامنځته کېدل له منځه وړي، دغه تجربه ډیره اغیزمنه ده خو په یاد ولرئ چې د همیشه لپاره نه بلکې د خولې د بدبوی لنډمهاله چاره کوي.
لیمو
که په ناڅاپي ډول او یا داسې ځای کې مو په خوله حکې بد بوۍ پیدا شو نو د لیمو دانه راواخلئ او خولې ته یې واچوئ، یا یې په یوه ګیلاس اوبو کې واچوئ او وڅښئ، ځکه چې لیمو د خولې باکتریاوې وژني، او د خولې بدبوی زیاتره وخت د دغو باکتریاو له کبله رامنځته کیږي، که کله مو پیاز یا هوږه وخوړه نو د بوی ختمولو لپاره ورپسې یو لیمو هم وخورئ.
مڼه
مڼه له اوبو څخه برخمنه میوه ده چې په خوله کې د لعاب اندازه زیاتوي، او په مرسته یې باکتریاوې له منځه ځي.
سبناری کول / سهارنۍ ناشته
پوهان وایي که څوک د خولې بدبوۍ لري او سبناری نه کوي نو د ده ناروغي په درمل هم له منځه نه ځي، دوی زیاتوي چې د خولې بدبویي ختمولو لپاره سبناری او چای څښل تر ټولو اړین دي، په سبناري کې شین چای څښل ډېر اغېز لري.
ژاولې ژوول
د محدود وخت لپاره که غواړئ د خولې بدبوی مو له منځه ولاړه شي یو ډول غوره ژاولې وژويئ، په ځانګړې ډول هغه ژاولې چې د ویلني خوند ولري.
د یادونې ده چې د خولې بدبویئ رامنځته کېدلو ستر لاملونه د تمباکو ، استعمال، نسوار، او د خیټې ستونزې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب