دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهط وياند: د فقر مسوول نه يوو، موږ ملت ته په ازادۍ...

ط وياند: د فقر مسوول نه يوو، موږ ملت ته په ازادۍ ګټلو خپل مسووليت ترسره کړ

تاند:( چار شنبه، د عقرب شپږ ویشتمه )‏ د طالبانو د قطر سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم وردګ وايي، چې د فقر د زیاتوالي په اړه يو شمېر رسنۍ مبالغه او بې ځايه تبلیغات کوي.

نوموړي د طلوع نيوز په یوه ټلویزیوني بحث کې له نوم اخيستو پرته په دې برخه کې ځينې رسنۍ له بهرنیانو څخه په دې اړه په پيسو اخيستو تورن کړل.

طالب وياند دغه راز د غربت له کبله د خلکو د اولاد پلورلو د راپورونو موضوع هم غوښته رد کړي، خو د طلوع نيوز بحث چلوونکي ورته وويل، چې په دې اړه دوی مستند راپورونه جوړ کړي.

ډاکټر نعيم وردګ وويل، چې د فقر ځپلو د شمېر په اړه د نړیوالو سازمانونو ارقام ناسم او له مبالغې دک دي.

د هغه دا خبره، د نړیوال خوراکي سازمان د وياند وحيد الله اماني له لوري، چې د بحث ګډونوال و، رد شوه.

اماني وويل، چې دوی په مسوولانه ډول ارقام ترتيب کړي او خپاره کړي دي.

طالب وياند په دې اړه، چې د درې مياشتينۍ واکمنۍ پر مهال يې د افغانانو د فقر پر وړاندې خپل مسووليت څه ډول ادا کړی وويل: موږ د ملت پر وړاندې خپل لوی مسووليت ادا کړی، چې هغه ملت ته ازادي ګټل و، نور مسووليت د نړیوالو دی، چې د فقر او دوی چې يې بشري فاجعه ګڼي، مخنيوی بايد وکړي.

پرون، ملګرو ملتونو وويل، چې له هرو څلورو افغان ښځو او دوو ماشومانو څخه یو تن یې خوارځواکۍ ځپلی دی.

د دغه نړیوال سازمان د ارقامو په اساس، د افغانستان نېمایي خلک لا هم دې ته حیران دي، چې بل وخت ډوډۍ به له کومه کوي؟

یاد شوي سازمان مخکې ویلي و، چې په افغانستان کې د ټولو فقر ځپلو کچه ۲۴ میلیونه تنه ده او ۳ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ او شدید فقر له کبله د مرګ ګواښ سره مخ دي.

له تازه ارقامو سره ګومان کیږي، چې د خوارځواکۍ له کبله د مرګ ګواښ سره د مخامخو کسانو کچه نوره هم لوړه شوې ده.

5 COMMENTS

  1. ښاغلی ن وردګ،
    په ټول درناوي،
    تاسې لا څه ان چې ستا هغه پلار ونېکه هم د دې ذمه وار دی. تاسې ازادي نه، بلکې د فقر و بېوزلۍ سره سره هېواد د پنجاب غېږې ته ور وغورځولو. امريکايي اشغال خو لا ختم نه، بلکې هېواد مو په لوی لاس پنجاب ته وړيا پر وړيا په لاس کې ورکړ او لاره مو پنجابي اشغال ته خوشې کړه. افغانستان اوس عملاً د پنجاب پينځمه صوبه نه، بلکې مستعمره ده او هېواد مو د پنجاب له لورې اشغال دی. دا که تاسې يې منئ او يا نه، خو خلک پوهيږي چې هېواد مو اشغال دی.
    هېواد او ولس مو په لوی لاس له يو عالم ستونزو سره مخ او لاس و ګرېوان کړ. تاسې لا اوس له مسووليته هم خپلې اوږې سپکوئ. پنجاب له تاسې سره څه ژمنې کړې وې؟ همدا اوس که په پنجاب سره ورځ راشي، نو ښکاره خبره ده چې پنجاب د تاسې لپاره خپل ټول ټول ولس نه شي تباه کولی. مخکې يې هم پلورلی وې، اوس به دې هم وپلوري او بيا به دې هم وپلوري.

  2. هغه متل دی چې موړ د وږي له حاله څه خبر دی؟
    او سپور د پلي له حاله څه خبر دی؟
    ملاوردګ په قطر کې ناست دی ، درې وخته مفته ډوډۍ ورسیږي . ټول ضرورتونه یې د قطر اسلامي او خیر غوښتونکي دولت له خوا تامینږي. ملا وردګ چې ونه وایی ، نو څوک به ووایی؟
    درې میاشتې خلکو ته تنخواه او معاش مه ورکوه ، کار او د ولس عادي ژوند په ټپه ودروه . نړیوال هم خپلې مرستې بندې کړي دي . نو ته به د ولس له حاله څنګه خبر شي .

  3. وردګه!
    کومه آزادی؟
    چیری آزادی؟
    څنګه آزادی؟
    کله آزادی؟
    ولی آزادی؟
    زه به د یو مسافر او د خپل وولس د خواخوږی پتوګه هره ورځ دا لاندی اوښکه تر خپل قلم وڅڅوم:
    امریکائیان د چین د دولت یو نیم زر میلیارډه ډالره پوروړئ دئ چی ددې درانه پور د ډیری برخی د پرداخت پتوګه ئې ټول افغانستان هغوی ( چین ) ته په قواله ورکړ.
    چینایان هم دې نتیجې ته رسېدلی دی چی خپلی د دوهم لاس استعماری او استثماری ګټی فقط د طالب د حاکمیت په سیوری کی تأمین کړی.

  4. مخکی هم همدغه خلګ وه وس هم دی. کافر سره خو دی قرارداد وکړو د کافر پر ځای مو بیرته مسلمان ووژل د کومی ازادی خبری کوی تاسو پوره مسول هستی د فقر، تاسو نو وس ولی د کافر نه کومک غواړی خو یو چوکاټ کی هم ځان نه جوړوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب