دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهګيلاني: ط که نړیوال رسميت غواړي، امریکا سره دې روغه وکړي

ګيلاني: ط که نړیوال رسميت غواړي، امریکا سره دې روغه وکړي

تاند:( چار شنبه، د عقرب شپږ ویشتمه )‏ د افغانستان د ملي نهضت ګوند مشر سید اسحاق ګیلاني وايي، چې که طالبان د نړيوالو لخوا د خپلې واکمنۍ په رسميت پېژندل غواړي، امريکا سره دې خپلې اړيکې ترميم او هغه هېواد ته قناعت ورکړي.

د ده په وينا، له دې پرته به د نړۍ هیڅ هېواد هم د طالبانو د واکمنۍ د په رسميت پېژندلو جرئت ونه کړي.

اسحاق ګیلاني د امریکا رول په نړۍ کې د ټولګي له کفتان سره تشبيه کړ او ټینګار یې وکړ، چې طالبان له دغه هېواد سره له مثبتو اړيکو پرته بله لاره نه لري.

نوموړي په يوه ټلويزيوني بحث کې دا هم وويل، چې د مرستو او ملاتړ له پلوه، هیڅ هېواد افغانستان ته د امریکا د متحده ايالاتو بدیل نه شي کیدای.

طالبان هم وايي، چې له امريکا سره د ښو اړيکو په هڅه کې دي، خو نه پوهيږي چې ولې یې هغه هېواد په رسمیت نه پیژني.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي په دې اړه پاکستان ته د وروستي سفر پر مهال په خواشینونکي انداز وويل: نه پوهيږو، داسې څه ‌وکړو چې امريکا مو په رسميت وپېژني؟

متحده ايالاتو بیا ویلي، چې طالبانو ته يې په دې برخه کې شرطونه واضح دي.

له امریکا سره د دوحې د سولې تړون پوره عملي کول، چې په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت جوړیدل، د ټاکنو له لارې د ملت برخليک ټاکل، د بشري او ښځينه حقونو تامين، له ترهګرو ډلو سره د اړيکو پرې کول او په ټوله کې د نړیوالو اصولو منل د متحده ايالاتو عمده غوښتنې دي، چې له طالبانو څخه يې د دوی د واکمنۍ د په رسميت پېژندلو لپاره وړاندې کړي دي.

د طالبانو د واکمنۍ څه باندې درې مياشتې وشوې، خو د تر ټولو نيږدې مدافع پاکستان په ګډون يې د نړۍ هیڅ هېواد تر اوسه په رسميت نه دي پېژندلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب