یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهکابل ته د ايراني استازي سفر، ط په حکومت کې د هزاره...

کابل ته د ايراني استازي سفر، ط په حکومت کې د هزاره ګانو ونډې ته غاړه ایښې

تاند:( دوشنبه، د عقرب څلور ویشتمه) د افغانستان لپاره د ایران استازی کابل ته را رسیدلی.

ایراني چارواکي وایي، چې د افغانستان لپاره یې د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي نن په یوه رسمي سفر د افغانستان پلازمېنې کابل ته را رسیدلی دی.

ویل شوي، چې هغه به له طالب چارواکو سره د سیمه ییزو مسایلو، په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت، له افغانستان سره د بشري مرستو د جذب او همغږۍ، د ټول شموله حکومت جوړیدو او دغه راز پر اقتصادي موضوعاتو خبرې وشي.

دا سفر په داسې مهال شوی، چې ایران د افغانستان له لارې په ناقانونه ډول دغه هېواد ته د کډوالو له وراوښتو هره ورځ شکایتونه کوي.

ویل کیږي، چې هره ورځ په اوسط ډول تر ۵ زرو پورې افغانان په ناقانونه ډول له افغانستان څخه د ایران خاورې ته ځي او له هغه ځایه نورو هېوادونو ته د تلو هڅې کوي.

ایران په افغانستان کې د ټول شموله حکومت پر جوړیدو هم ډېر ټینګار لري او دلیل یې دا ګڼل کیږي، چې د طالبانو په حکومت کې هزاره او شیعه استازي نه ویني.

طالبانو بیا ویلي، چې د ټولو قومونو او قشرونو استازي یې په حکومت کې شامل دي.

له دې سره راپورونه وایي، چې په حکومت کې د هزاره او شیعه سیاستوالو د شاملولو په اړه پر طالبانو د ایران فشار نتیجه ورکړې او ممکن زر په دې برخه کې ځينې اقدامات ولیدل شي.

1 COMMENT

  1. طالب به ايران او پنجاب په آرامه پرینږدي، په ياد ولری چې دا دوه دوښمنان به په طالب نورې ډلې راپورته کړي.
    طالب خر ده، غلام ده، نه سر لري نه سترګې او نه غوږ..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب