سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهد پاکستان په ګډون د ګڼو هېوادونو عالمانو افغانستان کې ټول ګډونه...

د پاکستان په ګډون د ګڼو هېوادونو عالمانو افغانستان کې ټول ګډونه حکومت غوښتی

تاند:( دوشنبه، د عقرب څلور ویشتمه) د پاکستان په ګډون د نړۍ د مختلفو اسلامي هېوادونو دیني عالمانو پر طالبانو غږ کړی، چې په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت جوړیدل ومني.

دا عالمان، چې افغان، هندي، پاکستاني، کراوسي، فلسطیني ، ایراني او عراقي علما پکې شامل دي، د یوې انلاین غونډې په پایله کې دا ګډه غوښتنه له طالبانو څخه کړې ده.

دغو عالمانو دغه راز د داعش ډلې پر ضد په ګډې مبارزې ټینګار کړی دی.

د بغداد د جمعې ورځې د لمانځه تر ټولو مشهور خطیب آیت الله سید یاسین موسوي ویلي، چې د یوه قوم په مشرۍ او انحصار او د یوې ډلې او فکر د لرونکو کسانو په ګډون حکومتولي نه شي کیدای.

عالمانو په ګډه ټینګار کړی، چې طالبان باید خپله واکمني په ټول شموله حکومت باندې بدله کړي.

په دې ناسته کې چې پرون یې ایران کوربه توب کاوه، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم وینا وکړه او د یادو عالمانو د څرګندونو تایید یې وکړ.

طالبانو بیا ویلي، چې د دوی واکمني د ټول شموله حکومت حیثیت لري او ضرور نه ده، چې بهرنیان په دې اړه مشورې او فرمایشونه ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب