چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهافغان ترافیکان د ډوډۍ موندلو لپاره د خپلو کورونو وسايل پلوري

افغان ترافیکان د ډوډۍ موندلو لپاره د خپلو کورونو وسايل پلوري

تاند:( دوشنبه، د عقرب څلور ویشتمه) د افغانستان په ۳۳ واړه ولايتونو کې ۵ مياشتې کيږي، چې ترافیکانو ته معاشونه نه دي ورکړل شوي.

دوی شکايت لري، چې ۲ مياشتې معاش ورته تېر جمهوري نظام او درې مياشتې نور طالب واکمنۍ نه دی ورکړی.

د عبدالودود خیرخواه په نوم د ترافيکو د عمومي ریاست یوه چارواکي ویلي، چې د معاشونو سيستم يې له امریکایانو سره و، خو د هغوی له تلو سره بلاک شوی او طالب چارواکي یې تر لاسه په فعالولو نه دي توانېدلي.

هغه انديښمن، دی چې دغه سيستم ته د طالبانو لاسرسی به شاوخوا یوه میاشت نور وخت هم ونيسي.

له دې سره نوموړی د ترافيکو د سختو ستونزو يادونه کوي او وايي، چې اکثره ترافیکانو د بې معاشۍ له کبله د سختو پورونو په خوا کې، د خپلو کورونو وسايل پلورلي، څو یوه مړۍ ډوډۍ پرې واخلي.

دغه ترافيک مقام دا هم وويل، چې طالب چارواکو په نيږدې ورځو کې د ۸-۸ زره افغانيو کومکي معاش وعده ورکړې، خو لا عملي شوې نه دی.

د ترافيکو په ګډون لسګونه زره افغان ملکي مامورينو ته څو مياشتې کيږي، چې طالبانو معاشونه نه دي ورکړي او ټول سختو ستونزو سره مخامخ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ژمی راروان دی او د خلکو ژوند له ګڼو ننګونو سره مخامخ دی.

ملګرو ملتونو د ۲۴ میلیونه افغانانو د سخت فقر خبر ورکړی او خبرداری یې ورکړی، چې له لوري به تر ۳ ميليونه پورې افغان ماشومان مړه شي

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب