زموږ د ټولنې ښه سړي هېڅ د ټولنې په درد نه دوا کېږي. دا ولې؟ دا ځکه چې موږ د ښه سړي لپاره ناسم معیارونه ټاکلي. مثلن: زموږ او ستاسې په سیمه کې ښه سړی هغه دی چې د مشرانو احترام وکړي، د هغوۍ خبره پرته له چون او چرا ومني، حاکم دودونه ټول پرځای کړي، داسې کوم کار ونکړي چې پلار او نیکه یې نه وي کړی، د ټولنیزو باورونو مخالفه نظریه ونه لري… که د دې ضد کارونه تر سره کړي، نو بیا ښه سړی نه بلل کېږي.
د ښه سړي لپاره چې موږ کوم معیارونه ټاکلي، دې شخص ته ټولنپوهنه ښه سړی نه، بلکې محافظه کار یا ځانساتی شخص وايي. که موږ د پلار او نیکه ټول افعال تکرارن وکړو، پخواني دودونه پرته له کوم ادلون بدلون څخه دوامدار اجرا کړو، هېڅ داسې کار ونکړو چې ټولنې له عمومي افکارو سره په ټکر کې وي، نو زموږ ژوند به د پلار او نیکه له ژوند څخه څه توپیر ولري؟ هېڅ. که موږ غواړو چې له یو کال څخه بل کال ته هوښیار، عصري او پرمختللي واوسو، نو باید د تېر کال په افکارو، دودونو، روایاتو او کتلور کې بدلون رامنځته کړو.
د انسان تاریخ راته وايي چې د بدلون له برکته په دنیا کې تمدنونه رامنځته شوي. دا بدلونونه هغه وخت راغلي چې یوه ډله خلکو له تېرو دودونو او مقرراتو سرغړونه کړې، نوي او ګټور مقرارت یې پر ټولنه حاکم کړي. زاړه فکرونه تل غواړي چې د زړو مقرراتو او روایاتو په زندان کې واوسي، هغوۍ ته د نویو مقرارتو منل فحاشي او بې فرهنګتوب ښکاري.
زموږ د خبرې د ثبوت یو ښه مثال خوشال خان خټک دی، زموږ فرهنګپالان او ټولنپوهان راته وايي چې خوشال یو نقاد، د ټولنې له دودونو ازاد او د عوامو د عقیدې په خیال نه ساتلو مشهور انسان ؤ، د همدې له امله دی په خپل وخت کې یو بدنام سړی ؤ. خو د نن ټول پښتانه د خوشال احسانمند دي. ده د خپل سرشاره فطرت په مرسته پښتنو ته نوی شناخت وروباښه او نوې لارې یې وروښودې.
که موږ غواړو چې د ټولنې حاکم ناسم دودونه، افکار او ذهنیتونه بدل کړو، نو باید له عوامو دا تمه ونکړو چې موږ ته دې ښه سړی ووايي، خو دا باید په یاد ولرو چې که زموږ غوښتي بدلونونه د ټولنې په خیر ؤ، نو یو وخت به حتمن ټولنه زموږ احسان مني، هغه که زموږ په ژوند وي او یا هم د خوشال په څېر، په مرګ. خو که د عوامو د افکارو مطابق مو ژوند کاوه، نو موږ به په ټولنه کې هېڅ پرمختګ او مثبت بدلون رامنځته نشو کړای.
۱۴۰۰/۰۸/۲۱