سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهایټالیا په افغانستان کې د څارنوالۍ لومړنۍ رييسې ته تابعیت ورکړ

ایټالیا په افغانستان کې د څارنوالۍ لومړنۍ رييسې ته تابعیت ورکړ

تاند (پنجشنبه، د عقرب ۲۱ مه) ایټالیا د افغانستان لومړنۍ څارنوالې ته وروسته له دې تابعیت ورکړ چې طالبانو کابل ونیوه.

۵۱ کلنه ماریا بشیر، چې له ۲۰۰۹ څخه په هرات ولایت کې د څارنوالۍ ريیسه وه، په سپټمبر کې له افغانستانه ووته.

په ۲۰۰۱ کال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې ته د زړه ورتیا جایزه ورکړې وه او په همدغه کال ټایم مجلې د سلو اغېزمنو ښځو په لست کې راوستې وه.

د ایټالیا د عدلیې وزیرې مارتا کارتابیا وویل: «ایټالیا ماریا بشیر ته د تابعیت په ورکولو سره غواړي چې د نورو افغان ښځو، چې د خپلو حقونو او ازادیو لپاره په لوړه بیه مبارزې ته دوام ورکوي، ملاتړ وښيي.»

کارتابیا د سپټمبر په نهمه کله چې مېرمن بشیر ایټالیا ته په الوتکه کې ورسېده د هغې هرکلی ته ورغلې وه.

د ایټالیا کابینې د چهارشنبې په ورځ ناوخته د مېرمن بشیر د تابعیت د تصویب په مهال وویل «کله چې ایټالیايي پوځیان په افغانستان کې وو، اغلې بشیر له ایټالیایانو سره همکاري کړې او له بلې خوا دې د قانون د حاکمیت لپاره هلې ځلې کړي دي.»

د ایټالیا د انسا خبري اژانس د راپور له مخې، بشیر وویل، په دې ویاړي چې که د خپلو ایټالیايي دوستانو په مرسته د افغان ښځو لپاره کار ته دوام ورکړای شي.

ماریا بشیر د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د کار دفتر ته تللې وه خو وايي چې طالبانو یې اسناد ایسته وغورځول او ورته ویې ویل چې په کور کښېني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب