سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهصالح: ط له ټلیفون پرته نورې ارتباطي وسيلې نه شي کنټرولولی، مبارزین...

صالح: ط له ټلیفون پرته نورې ارتباطي وسيلې نه شي کنټرولولی، مبارزین دې نه ډاریږي

تاند:( جمعه، د عقرب يوويشتمه) د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح د طالب ضد مقاومت له هڅولو سره ويلي، چې مبارزین دې د ارتباطي وسيلو د څار له اړخه طالبانو نه، نه ډاریږي.

ښاغلي صالح په خپل فیسبوک کې لیکلي، چې طالبان د واټسپ، سیګنال، وايبر، مسينجر، ایمیل او نورو ارتباطي وسايلو د څارلو وړتيا نه لري.

د صالح په وينا، طالبانو سره د ارتباطي وسيلو له ډلې يوازې د مستقیمو ټلیفوني مکالمو د څار نيمګړي امکانات موجود دي، چې هغه هم د پاکستان استخباراتو په واک کې ورکړي.

امرالله صالح خوښي ښودلې، چې له مستقيمو ټلیفوني مکالمو څخه په افغانستان کې لږه استفاده تر سره کیږي.

د ده په وينا، د پاکستان په ګډون که هر هېواد طالبانو ته د ارتباطي وسايلو د څارلو امکانات مساعد هم کړي، سمدستي به دوی ترې ګټه وانخيستلی شي.

صالح زیاتوي، چې له دې کبله بايد د طالبانو مخالف مبارزین په دې ونه ډار شي، چې اړيکې به يې وڅارل شي.

هغه سپارښتنه کړې، چې دغه مبارزین دې د پیغامونو له تبادلې وروسته پیغامونه له منځه یوسي.

د امرالله صالح د معلوماتو له مخې، طالبان د خپلو کشفي وړتیاوو په اړه مبالغه کوي او په دې توګه غواړي خلک د خپلو ظلمونو له رسنيز کولو وډاروي.

د صالح په وينا، په دې برخه کې طالبانو سره د پاکستان له مرستې هم انديښنه نه ده په کار، ځکه هغه هېواد خپله هم د ټیکنالوژۍ د کنټرول او مهارولو په برخه کې ګڼو ستونزو سره مخامخ دی.

1 COMMENT

  1. صالح ګله، ته به ښایی ډېر زیرنګ او خطرناک جاسو او استخباراتی شخص يې. خو دلته دي
    د یوه سپوږن څوک په حیث دي ځان ښکاره کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب