Homeخبرونهد القاعدې يو مشر: د ط بریالیتوب د ټول امت مسلمه بریالیتوب...

د القاعدې يو مشر: د ط بریالیتوب د ټول امت مسلمه بریالیتوب دی

تاند:( جمعه، د عقرب يوويشتمه) د القاعدې ډلې یوه مشر‏خالد بطرفي، په یوه ویډیويي پیغام کې طالبانو ته په افغانستان کې د بریالیتوب مبارکي وویله.

نوموړي ویلي، چې دا بریالیتوب يوازې د طالبانو نه، بلکې د ټول مسلمه امت برياليتوب دی.

د القاعدې ډلې دغه مشر د خدای تعالی شکر ادا کړی، چې طالبان يې واک ته رسولي.

نوموړي دعا کړې ده، چې طالبان په خپلو هڅو کې بریالي شي.

د طالبانو له واکمنیدو سره، د دې ډلې او القاعدې تر منځ د اړيکو د بيا پياوړي کيدو خبرونه زيات شوي دي.

طالبانو د دوحې تړون کې له امریکا متحده ایالاتو سره ژمنه کړې وه، چې د القاعدې په ګډون ټولو ترهګرو ډلو سره اړيکې پرې کوي.

خو ځينې خپاره شوي راپورونه ښيي، چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته، د القاعدې ډلې یو شمېر مشهور غړي بیرته افغانستان ته را ګرځيدلي دي.

ويل کيږي، چې د کابل د نوي والي او حقاني شبکې د غړو په ګډون، د طالبانو يوه لويه برخه چارواکي له القاعدې سره ژورې اړيکې لري.

طالبانو په دې اړه راپورونه رد کړي دي.

امريکا انديښنه لري، چې القاعده ډله به د ۲ کلونو په موده کې د افغانستان له خاورې څخه د دغه هېواد خلاف بریدونه سمبال کړای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...