دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپاکستان: پر افغان ط کنټرول نه لرو، دوی مستقل دي

پاکستان: پر افغان ط کنټرول نه لرو، دوی مستقل دي

تاند:( جمعه، د عقرب يوويشتمه) د پاکستان د ملي امنیت سلاکار موئید یوسف په یوه تازه مرکه کې ادعا کړې،چې دوی د افغانستان پر طالبانو هیڅ ډول کنټرول نه لري.

د هغه په وینا، طالبان او افغانستان پخپلو چارو کې خپلواک دي او دوی یې په چارو کې د لاسوهنې حق هم ځانته نه ورکوي.

هغه په دې اړه، چې متحده ایالات به له پاکستان څخه د هوایي حریم په برخه کې مرسته وغواړي کنه، چې په مرسته یې افغانستان وڅاري، وویل: امریکا ګیچ شوې نه ده، نه پوهیږي څه وکړي؟

په ټولنیزو رسنیو کې د دغه پاکستاني چارواکي څرګندونې تر ډېره نقد شوي او افغان فعالانو د دوی سترګو ته خاورې شیندل ګڼلي.

د‌ دوی په وینا، د طالبانو د ډلې بنسټ له اولې ورځې په پاکستان کې ايښودل شوی او تر ننه یې ټولې چارې د دغه هېواد د ګټو د تحقق لپاره دي.

څو ورځې مخکې د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح وويل، چې پاکستان د طالبانو واکمني د دې لپاره غوښته، چې افغانستان کې یوه لاسپوڅې اداره ولري.

هغه په ورته وخت کې خبرداری ورکړ، چې پاکستان طالبان واک ته ورسول، خو واکمني به یې خوندي دوامداره ونه شي ساتلی، ځکه چې طالبان په حکومتولۍ نه پوهیږي او افغانان به يې د لاسپوڅي رژيم په ضد سخت مقاومت وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب