دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهموئید یوسف: د پاکستاني ط د عمومي بښلو په اړه مو تراوسه...

موئید یوسف: د پاکستاني ط د عمومي بښلو په اړه مو تراوسه پریکړه نه ده کړې

تاند:( جمعه، د عقرب يوويشتمه) د پاکستان د ملي امنیت سلاکار موئید یوسف وایي، چې دغه هېواد تراوسه د پاکستان د تحریک طالبان د غړو د بښلو په اړه کومه پریکړه نه ده کړې.

هغه په یوه ټلویزوني مرکه کې ویلي، چې دوی له دې ډلې سره د خبرو له لارې د ستونزې حل ته دوام ورکوي.

نوموړي دا هم ویلي، چې له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې تړون به د پاکستان د قوانینو مطابق ترسره کیږي.

 په افغانستان کې د نا امنۍ ګواښونو له شدت سره هم مهاله، د کورنیو چارو وزارت لپاره د طالبانو ټاکل شوی وزیر سراج الدین حقاني د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان تر منځ د سولې په منځګړيتوب اخته دی.

هغه توانیدلی، چې د دواړو لوريو ترمنځ يو مياشتنی اوربند رامنځته کړي.

د اوربند په تړون کې راغلي، چې دغه تړون د پاکستان د ملي ګټو او سوله ییز کیدو لپاره تر سره شوی دی.

پاکستاني طالبانو، چې له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د شرعي نظام د حاکمولو لپاره جنګیدلي، نه دي ويلي چې ولې یې د سولې تړون کې د شرعي نظام موضوع ته ده ياده شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب