دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+جام منار د نړېدو له خطر سره مخامخ دی

جام منار د نړېدو له خطر سره مخامخ دی

تاند (پنجشنبه، د عقرب ۲۱ مه) راپورونه وايي چې جام منار د ویجاړېدو له خطر سره مخامخ دی.

دا ۶۵ متره لوړ منار، چې د افغانستان یوه لرغونې شتمني ده، په دوولسمه میلادي پېړۍ کې جوړ شوی او په ۲۰۰۲ م کال د یونسکو له لوري د نړیوال کلتوري میراث په توګه ثبت شو.

جام منار د ډیلي له قطب مناره وروسته د نړۍ تر ټولو لوړ د خښتو منار دی.

د یونسکو د مسوولانو په وینا جام منار ښايي د معمارۍ یو کمساری اثر وي او د نړۍ یو تر ټولو پخوانی د خښتو منار دی.

یونسکو وايي، له دې کبله چې د منار ترڅنګ سین بهیږي، دا ستر منار توږل کېږي او په نتیجه کې یې وېره ده چې ونړېږي.

د دې منار د توږل کېدو او نړېدو د مخنیوي لپاره په تېرو کلونو کې څو ځلې هڅې شوي دي.

1 COMMENT

  1. د خلکو له ژوند څخه د منار ژوند مهمه ندی الله د مغفرت کړی. طالبان خو یی په اهمیت نه پوهیږی او نه ورته کوم ارزښت لری هغوی هم وایی وران دی همدا اوس دی وران زمونږه کار سپک شی ځکه مونږه مؤظف دی ته یو چی د دی وطن تاریخ له منځه یوسو، خلک یی پاکستان ته حاتیاجه او محتاجه کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب