ډېری کسان شکایت کوي، چې مطالعه کوي خو څه شی یې په ذهن کې نه پاتی ګیږی، حافظه یې کمزورې ده، د مطالعې د جذبولو استعداد نه لري او یا هم وخت نه لري چې مطالعه وکړي.
زه فکر کوم دا یوازې بهانې دي چې له مطالعې څخه ځان خلاص کړو.
د ارواپوهانو په اند، درې ډوله ذحافظې شته:
۱– کمزوری.
۲- متوسطې.
۳- قوي.
خو انسان کولای شي، چې د مطالعې په تمرین سره د خپلې حافظې د جذب مقدار لوړ کړي، یعنې په مطالعه کولو سره کمزوری ذهن په متوسط، متوسط په قوي ذهن بدلېږي.
نو سړی ویلای شې، چې په نړۍ کې هېڅ کمزورې او قوي حافظه وجود نه لري، یوازې هغه حافظې قوي او ښه کار ورکوي، چې روزل شوې وي.
مطالعه څنګه او څه وخت وکړو؟
۱ – باید په چوکۍ کې کښېنو، ژېړه روښنایې وې او کتاب له سترګو څخه ۳۰-۴۰ سانتي متر پورې لیري ونیول شې.
۲- د مطالعې پر مهال مهم ټکي باید یاداښت کړل شې.
۳- مهمو ټکو او عباراتو ته په ذهن کې تصویرونه جوړشي.
۴- مطالعه باید په مجلس کې ونه شي.
۵- د مطالعې او موسیقي اورېدل باید یو ځای و نه شي. او موسیقي حرامه ده باید قطعاً وانه ورېدل شي.
۶- په آرام محیط کې مطالعه وشي.
۷- مطالعه یوازې د امتحان په شپه نه بلکې هره ورځ باید وشي، چې ذهن یې په کراره – کراره سره قبوله کړي.
۸- د خوراک په وخت کې مطالعه و نه شي.
۹- د خوب په ځای کې مطالعه ونه شي.
۱۰- د وسواس او اضظراب په حالت کې مطالعه ونه شي.
هغه کومې لارې دي، چې په عملي کولو سره یې په دې توانېدلای شو، چې له مطالعې څخه ښه جذب وکړو:
۱- د مطالعې لپاره باید لومړی ذهناً او جسماً آماده واوسو.
۲- د زده کړې او یا مطالعې د جذب لپاره باید یوه انګېزه وجود ولري، یعنې دا راته په ثبوت رسېدلې وي، چې دا زده کړه بې ګټې نه ده.
۳- د لیکوال، کتاب او محتوا پېژندنه.
۴ د مطالعې په هکله له خپلو شته تجربو څخه استفاده کول.
۵- له ځان څخه سوالونه کول.
۶- په اخري کې له ځان څخه امتحان اخیستل.
۷- د کتاب خلاصه په خپلو کلماتو کې لیکه.
زموږ سویې ولې ټیټې یا ورځ تر بلې ټيټېږي؟
۱ – د مسلکې استادانو نشتون.
۲- په کورنۍ کې فرهنګي فقر: (د کتابتون، اخبار، مجلې، راډیو او تلوېزیون نشتون)
۳- کمزوری اقتصاد.
۴- د کورنۍ د غړو ډېرښت.
۵- د کورنۍ د غړو ناسمه رویه د زده کوونکو او محصلینو سره.
۶- په صنف کې درس ته نه توجه او نوټ نه اخیستل.
زړه سواند