دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهجنرال مکریسټل وايي، ولسمشر اوباما ته یې د افغانستان د جګړې حقیقي...

جنرال مکریسټل وايي، ولسمشر اوباما ته یې د افغانستان د جګړې حقیقي تصویر نه و وړاندې کړی

تاند (پنجشنبه، د عقرب ۲۱ مه) د اوباما د ولسمشرۍ په موده کې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال سټنلي مکریسټل اعتراف کوي چې په افغانستان کې یې د جګړې له بشپړ تصویره ولسمشر نه و خبر کړی.

د نشنل نیوز بریتانیايي خپرونې د راپور له مخې، جنرال مکریسټل وویل، د دې ترڅنګ چې له پخواني ولسمشر بارک اوباما څخه یې په افغانستان کې د طالبانو خلاف د جګړې لپاره د ۳۰ زره اضافي ځواکونو د وراستولو غوښتنه کوله، په دې پوهېده چې د اضافي ځواکونو له وراستول کېدو سره سره د بري چانس لږ و خو له دې موضوع یې باید ولسمشر خبر کړی وای.

مکریسټل دا څرګندونې د خپل نوی کتاب (Risk: A User’s Guide) په مخکتنه کې وکړې.

جنرال مکریسټل وویل چې دا خطر یې په دې خاطر منلی و چې فکر یې کاوه د افغانستان حالات به ورسره ښه شي او امریکايي پوځیانو ته به د وتلو لار هواره شي.

جنرال مکریسټل، چې په ځانګړو ځواکونو کې یې ښه تجربه لرله، په ۲۰۰۹ م کال افغانستان ته واستول شو چې پوځي وضعیت بدل کړي او وروسته له دې چې افغانستان ته ورسېد د امریکا له دفاع وزارته یې وغوښتل چې د وضعیت د بدلون لپاره دې اضافي ځواکونه ورکړي.

افغانستان ته د ۳۰ زره اضافي ځواکونو له لېږلو سره په دې هیواد کې د امریکايي پوځیانو شمېر د لومړي ځل لپاره ۸۰ زرو ته ورسېد. وروسته نور ځواکونه هم ولېږل شول.

جنرال مکریسټل ښاغلي اوباما ته وویل چې که اضافي ځواکونه افغانستان ته ولېږي د بري ډېر ښه چانس شته.

مکریسټل د خپل کتاب د مخکتنې په غونډه کې وویل:

«کوم خطر چې ما یې فکر کاوه هغه مې ورته ووایه خو ښايي ما باید په لا اغېزمن ډول ورته ویلي وای او یادونه مې کړې وای چې دا کار (د اضافي ځواکونو لېږل) له خطره ډک دی، د بري چانس یې ډېر لږ دی، موږ به خپله پوره هڅه وکړو چې بری مو په برخه شي.»

په ۲۰۱۰ کې افغانستان ته د ډېر شمېر امریکايي پوځیانو د استولو په نتیجه کې د امریکايي پوځیانو مرګ ژوبلې دوه برابره شوې، سره له دې چې تر یوه حده یې طالبان له سیمو په شا وتمبول او د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو او پرمختیايی چارو لپاره فضا برابره شوه خو هغسي ونه شول چې باید شوي وای.

1 COMMENT

  1. Do not believe everything to be read in that book. His main purpose is to sell a lot of books and books are sold mainly based on the flow of controversial subjects

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب