Home+د سترګو تورې حلقې څنګه ختمولی شو؟

د سترګو تورې حلقې څنګه ختمولی شو؟

عوامل:

• ناسم او نامتوازنه خواړه
• کم خوبي یا د شپې تر ډېره شوګیر کول
• بې ځایه فکر او تشویش کول
• په ملاسته یا هم تته رڼا کې مطالعه
• د سهار ناشته نه کول
• له ناروغۍ وروسته ګټور خواړه نه کارول
• د نظر د کمزورۍ سربېره هم د عینکو نه کارول
• انیمیا یا د وینې کموالی

د مخنیوي لارې:

• هر وخت تازه مېوه او د شنو پاڼو لرونکي خواړه زیات کړئ، ځکه دا شیان پوره منرالونه او وسپنه لري.
• ډېرې زیاتې اوبه وڅښئ.
• سهار یا د شپې مهال څو دانې بادام او د ګلابو پاڼې میده کړئ او د سترګو ګېر چاپېره یې په تورو حلقو ولګوئ، لږه شیبه یې پرېږدئ بیا مخ پریمنځئ.
• کوشش وکړئ چې که ځوانان یاست نو پوره خوب وکړئ.
• د کوپرې اوبه څښل هم ډېر ګټور دي، ځکه د کوپرې اوبه له بدن نه زهري مواد خارجوي او پوستکی ښایسته کوي.
• بادرنګ قلۍ – قلۍ کړۍ، څو شیبو لپاره یې یخو اوبو کې کېږدئ او بیا یې په سترګو کېږدئ.
• زیاتره خلک پاکټي چای څښي، تاسې د چایو کارول شوی پاکټ واخلئ، یخچال کې یې څو شیبو لپاره ښه یخ کړئ بیا یې د یوې ګړئ لپاره په سترګو کېږدئ.
• دې لپاره چې دایمي مخنیوی یې شوی وي، نو چیرته چې ځئ ګرمۍ کې تورې چشمې یا هم چترۍ وکاروئ.
• د ویټامن سي تېل هم نه یوازې د سترګو حلقو بلکې د مخ ګونځو ته هم فایده لري، خو د پوستکي د ډاکټر په مشوره که پوره خوب وکړئ، اوبه زیاتې وڅښئ او پورتني موارد عملي کړئ، نو ستاسې مخ به د ګل په شان تل غوړېدلی پاتې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...