تاند — په ټولنیزو رسنیو کې زرګونو فعالو افغانانو د کرکټ د نړۍ وال شل اوریز جام په نیمه پایلوبه کې د پاکستان پر وړاندې د استرالیا په بریالیتوب خوښي څرګنده کړه.
پاکستان د ۴ لوبغاړو د سوځېدلو په بدل کې په ۲۰ اورونو کې ۱۷۶ منډې کړې وې چې ظاهراً لوړ هدف دی خو استرالیا په ۵ ویکټونو او ۶ بالونو پاکستان ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووت.
د ټولنیزو رسنیو یوه فعال جمعه خان لیکلي، «دقسي خؤند یې وکا، لکه موږ چې ؤګټله ،»
نور احمد عایل لیکلي، «داسې ښه په خوند یې ترې وګټله،»
بازستانکزي د برتانیا له خوا د پاکستان جوړېدلو ته په اشارې لیکلي، «زامن، لمسیان، کړوسیان سره د کوکریانو ټول یې کور ته ولېږل،»
د نظام الله زیار په نامه یوه فعال لیکلي، «مقصد د پنجابستان د ماتې په خوشالۍ کې، د ملایانو حلوا او شین چای نوش جان کــړ. پنجاب دې تل، همداسې سرکوب وي،»
نور پاچا دینارخېل لیکلي، «تور پنجاب باندی می زړه یخ شو. افریدي کی یی ………»
شفیق ستانکزي لیکلي، «زنده باد استرالیا،»
د شکران احسان په نامه د فیسبوک یوه فعال پاکستان ته په اشاره لیکلي، «په هر میدان یې ذلېل کړه ربه،»
محمد یونس فدا په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، «دا لومړی ځل دی چه له پیل تر پای مي د یو مسلمان هیواد پر ځای د یو کافر هیواد په حق کي دعاوې کړي،»
ابوجنید امجد د استرالیایي لوبغاړي متیو ویډ له خوا د پرله پسې درې شپږیزو عکسونو په ستاینه کې لیکلي، «دا تصویر د تاریخ د پاڼو لپاره چې هر کال یې بار بار فیسبوک رامخته کړي،»
د پاکستان پر وړاندې دغه کرکه یوازې د ټولنیزو رسنیو فعالانو پورې منحصره شوې نه ده بلکې د افغانستان سیاسي څېرو هم په کې خپل نظرونه څرګند کړي دي.
په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال لیکلي، «چې له تور ګاونډي څخه د ملت دومره پراخه کرکه او نفرت به د دوی د سرسپارلیو مرییانو لپاره څه عبرت شي او که نه؟
ړنده عقیده،
مجبوریت،
احتیاج
او
لیونۍ مینه
تعقل وژني،»
.
.
.
او بالاخره د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال ویاند رضوان مراد نه یوازې دا چې خپل نظر څرګند کړی بلکې له پاکستانیانو څخه یې د افغانانو د کرکې دلایل هم واضح کړي او لیکلي یې دي چې، «د پنجابي اسټبلشمنټ او ریاست بریلوي او منحرف کرنیلان او د ای ایس ای د مذهبي مراکزو غټ خیټي او منافقې مهرې باید دا فکر وکړي چې ولې ملیونونه مسلمانان ترې کرکه کوي؟ ولې یې په شکست خوشحالیږي؟ که د پاکستان ولس له خپلو واکمنو دا پوښتنه ونکړي، دا نفرت او غصه به نه ختمیدونکې دښمني وګرځي چې ختمیدل به یې بیا فقط د پنجابي ریاست له فنا سره تړلي وي او د ولسونو ترمنځ واټن او اوسنۍ بدبینه او محدود ارتباط به ورځ تر بلې پراخ شي.»