Home+استرالیا پاکستان ته ماتې ورکړه

استرالیا پاکستان ته ماتې ورکړه

تاند (پنجشنبه، د عقرب ۲۱ مه) د نړیوال شل اوره جام په دوهمه نیمه پایلوبه کې استرالیا پاکستان ته ماتې ورکړه.

پاکستان د ۴ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په ۲۰ اورونو کې ۱۷۶ منډې کړې وې چې ظاهراً لوړ هدف دی خو استرالیا په ۵ ویکټونو او ۶ بالونو پاکستان ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووت.

استرالیا به په پایلوبه کې له نیوزیلنډ سره مخامخ شي.

نیوزیلنډ او استرالیا له دې سره سره پایلوبې ته ووتل چې ګومان کېده د متحده عربي اماراتو میدانونه د استرالیا، نیوزیلنډ او انګلیستان لوبډلو ته ډېر مناسب نه دي او ډېر احتمال دا و چې د پاکستان، هندوستان، افغانستان او بنګله دېش ټیمونه به په دې پیچونو کې ښه ولوبېږي.

استرالیايي لوبغاړي ماتیو واډز په وروستیو ۳ توپونو پر له پسې ۳ شپږیزې ووهلې. او پاکستان ته یې کټ مټ هغسې ماتې ورکړه لکه پاکستان چې افغانستان ته ماتې ورکړې وه.

1 COMMENT

  1. د پاکستان ماتې دې ټولو افغانانو ته مبارک وي، او اسټرالیا ته دې هم مبارک وي. یقینا نن تاسې افغانان خوشحاله کړل. کور مو ودان .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...