دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې د بهرنیو ویزو تور بازار ګرم دی

افغانستان کې د بهرنیو ویزو تور بازار ګرم دی

تاند:( پنجشنبه، د عقرب شلمه) د هندوستان NIKKEI ASIA رسنۍ په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ویزو د ترلاسه کولو تور بازار خورا ګرم شوی.

سرچینې د یوې بهرنۍ موسسې د یوه موټر چلوونکي سعید الله کیسه را اخیستې، چې په وینا یې د طالبانو له واکمنیدو وروسته څو ځله د هغوی وسله وال ورپسې کور ته راغلي.

سعید الله وایي، چې طالبانو له دې کبله پیسې رانه غوښتې، چې د بهرنیو نامسلمانو ښځو خدمتګاریې ګڼلم.

د هغه په وینا، دغه وضعیت او شدید فقر یې سبب شوی، چې له هرې لارې وي، باید له افغانستان څخه ځان وباسي.

نوموړی زیاتوي، چې په تور بازار کې په ګرانه د یوې بهرنۍ ویزې د اخیستو هڅه کوي، څو افغانستان نه ووځي.

NIKKEI ASIA لیکي: پاکستان، ایران، ترکیه او هندوستان له هغو هېوادونو څخه ډېرافغانان په هره ممکنه لاره ورته د ورتلو لپاره هڅه کوي او حتا په زرګونه ډالره پرې ورکوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د ویزو د تور کاروبار پر وړاندې به جدي اقدام وشي.

د هغه په وینا، د دوی ځواکونه دغو کاروباریانو پسې ګرځي،چې ویې نیسي.

یوه همداسې کاروباري یادې رسنۍ ته ویلي، چې خپل کار د یوه پټ ځای په ځمکتلي کې په ډېر احتیاط مخته وړي، څو هم خلکو ته خیر ورسوي او هم ګټه ترلاسه کړي.

د طالبانو له واکمنیدو سره يوازې د امريکا متحده ايالاتو او يو شمېر نورو لويديځو هېوادونو له خوا شاوخوا یو نیم لک افغانان ويستل شوي.

د دې ترڅنګ په لسګونو زره نور کسان هم د دوی له وېرې او د بشري ناورين له امله د هېواد پريښودو ته اړ شوي دي.

پرون یوې نړيوالې څېړونکې ادارې وويل، چې يوازې ایران ته هره ورځ تر پينځو زرو پورې افغانان په ناقانونه توګه اوړي.

نړيوال، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته د نورو انديښنو تر څنګ د کډوالۍ بحران له اړخه سخت په انديښنه کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب