سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد کندهار د ښوونکو اعتصاب، ط د معاشونو په اړه يې په...

د کندهار د ښوونکو اعتصاب، ط د معاشونو په اړه يې په دروغ ويلو تورنوي

تاند:( یکشنبه، د عقرب شپاړسمه) د افغانستان په سويلي ولايت کندهار کې، چېرته چې طالبان د خپل ‏عمومي مشر ( امیرالمؤمنین) د موجوديت خبر ورکوي، لسګونه زره ښوونکو کاري اعتصاب کړی دی.

ښوونکو ويلي، چې طالبان يې د معاشونو د ورکړې په اړه پرله پسې دروغ ورته وايي، خو دوی یې له ډېر فقر او بې وسۍ څخه نور د زغملو توان نه لري.

دغو زرګونو ښوونکو ګواښ کړی، چې د معاشونو د نه ترلاسه کولو په صورت کې به دندو ته حاضر نه شي.

د دوی په وینا، طالب مشرانو د تېرې پنجشبې په ورځ د معاشونو د ورکړې لپاره وروستۍ وعده ورکړې وه، چې بيا يې هم په عملي کولو کې پاتې راغلي دي.

طالب چارواکو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د طالبانو له واکمنیدو سره، د سلګونه زره ښوونکو په ګډون د شاوخوا يو ميليون افغان ملکي مامورينو د څو مياشتو معاشونه پاتې دي.

د پوهنتون د ګڼو استادانو په ګډون، ډېری وزګار شوي کسان او د معاشونو نه تر لاسه کوونکي د شاقه ساختماني کارونو تر څنګ مختلفو خشره کاریو ته اړ شوي دي.

د نړیوالو بشري ادارو د وړاندوینو له مخې، په افغانستان کې ۲۳ میلیونه خلک چې له نیمایي څخه زیات نفوس جوړوي، د خوراک ډوډۍ نه لري او ۳ میلیونه له ۵ کلنۍ څخه لږ عمر لرونکي ماشومان د مرګ له بالقوه خطر سره لاس و ګرېوان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب